اسلام آباد 22 جون (اے پي پي) د پاك پوځ سر لښكر جنرل قمر جاوېد باجوه سره د اټاليه د وسله والو ځواكونو چيف آف ډيفنس اېډمرل جوزپ کاوو ډرېګون ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو ٬ د سيمه ايزې سلامتيا په صورتحال ٬ د تربيې او د ترهګرۍ مخنيوي په څانګو كښې د پوځي مرستې په زياتولو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د آئي اېس پي آر له مخې د اټاليه د وسله والو ځواكونو چيف آف ډيفنس اېډمرل جوزپ کاوو ډرېګون په جي اېچ كيو پېنډۍ كښې د پوځ سرلښكر سره ليدلي دي ۔ په دې موقع د پاك پوځ مشر ووئيل پاكستان اټاليه سره خپلو اړيكو ته په درنه سترګه ګوري او مونږ په شريكه توګه ګټورې ګڼ اړخيزه اړيكې زياتولو او د شريكو مفاداتو په بنياد قوي دفاعي مرستې ته ودې وركولو لپاره هيله مند يو۔ په دې موقع ګران مېلمه د پاكستان د وسله والو ځواكونو د وظيفائي پوهې اعتراف وكړو۔ ده په سيمه ايز استحكام كښې د پاكستان د كردار هم ستائنه وكړه او پاكستان سره ئې په هره كچه سفارتي مرستې لا بهترۍ لپاره د خپل كردار لوبولو عزم څرګند كړو
د پاك پوځ سر لښكر جنرل قمر جاوېد باجوه سره د اټاليه د وسله والو ځواكونو چيف آف ډيفنس اېډمرل جوزپ کاوو ډرېګون وليدل
مضمون کا ماخذ : سمندری ڈاکو گولڈ