اسلام آباد 12 دسمبر (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي سټېټ لائف انشورنس كارپورېشن ته د لائف انشورنس پاليسي لرونكو حق رسېدليو كسانو كورنيو ته د 1.6 مليونه روپو ادا كولو حكم كړے. د اتوار په ورځ د ايوان صدر د مېډيا څانګې لخوا په جاري شوې خبرپاڼه كښې وئيلي شوي دي چې صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د پاكستان سټېټ لائف انشورنس كارپورېشن لخو د وفاقي محتسب د پرېكړې په ضد دائر كړې شوي څلور جلا جلا پېټيشنز رد كړي دي او سټېټ لائف انشورنس كارپورېشن ته ئې د لائف انشورنس پاليسي لرونكو حق رسېدليو كسانو كورنيو ته د 1.6 مليونه روپو ادا كولو حكم كړے دے.
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا نتیجہ