اسلام آباد۔2 اپرېل(اے پي پي) نړيوالې ادارې مسلم کونسل آف اېلډرز د خپل تاسيس 10مې سالګرې پ?? موقع تېره ورځ په سرينا هوټل اسلام آباد كښې د بېن المذاهب افطار دستوره وكړه۔ په دې موقع د ټول?? مذهبونو استازو روادارۍ ٬ يو بل سره په سوله ايز ډول پاتې كېدو او بشري ورورولۍ ته وده وركولو لپاره د مسلم كونسل آف اېلډز د هڅو ستائنه وكړه۔ دوئي ك??نسل ته د 10 مې سالګرې په لمانځلو مباركي هم وركړه۔ په دستوره كښې نوي ټاكلي شوي سېنېټر ناصر محمود بټ ٬ د اسلامي نظرياتي ك??نسل چيئرمېن پروفېسر ډاكټر قبله اياز ٬ د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ پخواني غړي سردار رنجيت سنګ ٬ د ايوان صدر پخواني امام او خطيب ډاكټر اكرام الحق الازهري ٬ د علامه اقبال اوپن پ??هن??ون د فېكلټي آف اسلامك اېنډ عربك سټډيز چيئرمېن ډاكټر محي الدين هاشمي ٬ د سائبان پاكستان كوآرډينېټر كرسټوفر شرف ٬ د بېل?? مذهبونو استازو او يو شمېر سماجي شخصيات ګډون كولو
د مسلم كونسل آف ايلډرز د لسمې سالګرې په موقع د بين المذاهب روژه ماتي دستوره
مضمون کا ماخذ : como ganhar na raspadinha