اسلام آباد 21 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي سمندر پورې پاکستانيان زمونږ قيمتي اثاثه ده، حکومت سمندر پورې پاکستانيانو لپاره روشن ډيجيټل اکاؤنټ د لارې آسانۍ راپيدا كوي، تاريخ كښې په وړومبي ځل سمندر پورې پاکستانيانو لپاره د ګيلو آزالې له پورټل جوړ شوے ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د سمندر پورې پاكستانيانو صلاحكار ايوب آفريدي سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د جمعې په ورځ ده سره ليدلې وؤ۔ ملاقات كښې د سمندر پورې پاکستانيانو مسئلو حل لپاره د حکومت په اقدامات او ټاكنو كښې د رايو حق وركولو په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دغسې وزيرِاعظم خاص مرستيال ته د سمندر پورې پاكستانيانو او سفارتخانو ترمينځه رابطو زياتولو سره د مسئلو حل كولو ته د پام لرنې سپارښتنه كړې
مضمون کا ماخذ : Raging Rhino