اسلام آباد۔17جون (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو دوهم وزير فرخ حبيب وئيلي دي بلاول صاحب، اولس ته ستا اصليت معلوم شوے دے۔ د بجټ د دروغو شمېرې ښودل ستا عادت جوړ شوے دے۔ حکومت په مالي كال 22۔ 2021 كښې كوم نېغ په نېغه ټېكس لګولے نه دے۔ اولس ته هر ډول ممكنه ريليف وركړے شوے۔ د زيارت په ورځ د بلاول زرداري په بيان خپل غبرګون كښې وزيرمملكت فرخ حبيب ووئيل په اولني ځل 40 نه تر 60 لكه كورنۍ په خپلو پښو ودرولو له د 5 لكه روپو سود نه پاكې قرضې وركولې شي۔ دې سره به نزدې دوه نيم كروړه وګړي په معاشي توګه مستحكم شي۔ هغه ووئيل بلاول دې وښائي اېن اېف سي څخه ترلاسه شوې د 1600 اربه روپو فنډز چرته وكارولې شؤ۔ هغه ووئيل حكومت قوت خريد زياتولو له ځانګړې ګامونه پورته كړي دي دې سره سړي سر كلن آمدن 186000 نه 246000 ته رسېدلے دے۔ هغه ووئيل جعلي اكاؤنټس ٬ مني لانډرنګ او لوټ مار د بلاول زرداري شناخت جوړ شوے دے
بلاول دې وښائي اېن اېف سي څخه ترلاسه شوې د 1600 اربه روپو فنډز چرته وكارولې شؤ۔ د اطلاعاتو او خپرونو دوهم وزير فرخ حبيب
مضمون کا ماخذ : raspadinha resultados