پینډي 27 اګست (اے پي پي)د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د خالي په ورځ د بلوچستان او سندھ د سېلاب ځپليو سيمو دوره كړی او د زمكي صورتحال تازه معلومات يې ترلاسه كړي۔سرلښكر د مرستې په چارو بوښت عسكرو سره ملاقاتونه هم كړي۔د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې(آئي اېس پي آر)لخوا د خالي په ورځ جاري شوي بيان له مخې په بېلا بېلو سيمو كښې د آرمي فلډ رېليف كېمپونه جوړ كړی شوي۔په پنجاب كښې جوړ كړی شوي آرمي كليكشن كېپمونو كښې د لاهور په 10 ځايونو كښې ایکسپو سینټر، صدر بازار، والټن روډ، فورټریس اسټیډیم، دی ایچ اے۔ 2، بادشاهی مسجد، شیخوپورہ، چونیاں، او قصور شامل دي۔په ملتان ډويژن كښې په 11 كليكشن پوائنټس كښې په ملتان كښې پنځه٬په ساهيوال كښې درې٬په خانيوال كښې دوه او په اوكاړه كښې دوه كېمپ شامل دي۔د دې نه علاوه په بلوچستان٬سندھ٬خېبرپښتونخوا٬آزاد كشمير او نورو سيمو كښې هم د مرستې كېمپونه لګولې شوي دي۔په پینډۍ او اسلام آباد كښې د 111 برېګېډ لخوا تقريبا په 20 ځايونو كښې كېمپونه لګولې شوي۔په دې كېمپونو كښې اولس خپلې عطيې او د خوراك او څښاك څيزونه وركولې شي
د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه لخوا د بلوچستان د سېلاب ځپليو سيمو دوره٬د مرستې په چارو بوښت عسكرو سره ملاقاتونه
مضمون کا ماخذ : سٹاربرسٹ