اسلام آباد 19 اپرېل (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري وئيلي دي ټول قام نبي پاك ﴿ص﴾ سره عشق لري، حكومت د قام او د پارلمان د خواهشاتو له مخې د معاملې د خبرو اترو د لارې د حل كولو عزم لري. د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې پاليسي بيان كښې وفاقي وزير پير نورالحق ووئيل د ناموس رسالت په اړه د دې ايوان او ټول قام احساسات او جذبات يو ډول دي. په دې كښې كه څوك ږېره لري يا كوم بل څوك خو جذبات د ټولو او عشق د رسول كريم ﴿ص﴾ سره يو ډول دے. څه چې وشول په دې اپوزيشن او حكومت دواړه خفګان لري. هېڅ يو سياسي او جمهوري حكومت داسې صورتحال نه غواړي. ده ووئيل مونږ د منت او خبرو د لارې د معاملې حل كولو هڅې كړي . مونږ د مذاكراتو دروازه پرانستې ساتلې ۔ مونږ وئېلي وو دا معامله پارلمان ته د وړلو پابند يو. سپيكر به كمېټي جوړوي او هغې ته به تاسو ډرافټ وړاندې كوې او خارجه دفتر به خپل دريځ وړاندې كوي. مونږ وئيلي وو مونږ د ټولو علماﺀ كرامو احترام كوو خو د خارجه پالېسې ټاكنه د وخت حكومت كوي. مونږ هغوي ته وئيلي وو چې كمېټې ته وړاندې شې او هغه قائل كړې. ده حكومت غواړي چې لارې او موټروېز پرانستې وي او خلقو ته ستونزې نه وي. ده ووئيل د رسول كريم ﴿ص﴾ د شريعت له مخې په لارو بندولو خو جنازه او مونځ هم نه كېږي. ده ووئيل لارې پرانستې ساتل او د وګړو د ژوند نه خنډان ختمول د حكومت ذمه واري ده. ده ووئيل تېره شپه هم په دې معامله د مشورې عمل روان ؤ او اوس هم غونډه كېدونكې ده. ده ووئيل مونږ غواړو چې د ټول پارلمان او قام خواهش له مخې د مذاكراتو د لارې دا مسئله حل شي. ده ووئيل د تحفظ ناموس رسالت پېغام دومره چا نه دے خپور كړے څومره چې عمران خان خپور كړے.
ټول قام د نبي پاك ﴿ص﴾ سره عشق لري، حكومت د قام او د پارلمان د خواهشاتو له مخې د معاملې د خبرو اترو د لارې حل كولو له عزم لري. نورالحق قادري
مضمون کا ماخذ : loteria Ceará