دبئي05 اپریل (اے پی پی)پاكستان او نړيوال مالياتي فنډ د لوظ نامې شق IV ترمخه كلن مشاورت په كاميابۍ تر سره شوې۔د خز??نې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار د آئي اېم اېف مشن مشر هيرالډفنګر سره د شورو په ورځ شريك خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې ووئيل په مشاورت كښې د معيشت د بېلو څانګو جاج اخستې شوې۔ده ووئيل دا خبرې اترې كاميابۍ سره بشپړې شوي چې د توان٬ماليات او د سركاري ادارو پشمول په بېلو څانګو كښې د كوټلو اصلاحاتو په اړه د حكومت د عزم عكاسي كوي۔ده ووئيل پرله پسې پھ درېم كال د 4 فيصده څخه د زياتې شرح نمو سره د جي ډي پي كچه په ځاې ساتلې شوې۔ده ووئيل حكومت د روان مالي كال په مهال د 5 فيصده څخه زياتې شرح نمو هيله لري كومه به چې د تېرو 9 كلونو په مهال لوړه كچه وي۔ اسحاق ډار ووئيل مجموعي اقتصادي چاپیرچل ښه دے٬مارچ 2017 كښې به د افراط ز?? كچه 3.9 فيصد ته ورسي او دغسې د مالي كال ج??لائي نه تر مارچ 2017 موده 4.01 فيصده وه۔ده ووئيل د شخ??ي څانګې لپاره قرض د جولائي نه تر مارچ 17-2016 په مهال 393 اربه روپۍ زيات شوې۔د خز??نې وزير ووئيل مشينري او خام مال درآمد كول 42 فيصده زيات شوې چې ورسره صنعتي هلې ځلې تندې شوي ۔ده ووئيل په لويه توګه د مينوفيكچرنګ٬سمټ٬سټيل٬داروګانو جوړول او د اليكټرانكس پیداوار 3.5 فيصده شرح سره زيات شوې
د پاكستان او آئي اېم اېف كلن مشاورت په كاميابۍ تر سره شو
مضمون کا ماخذ : ایزٹیک واریر شہزادی