پېښور 28 مارچ (اے پي پي) په بره دير كښې د ګل په ورځ د مردان څخه كلكوټ ته تلونكې د مسافرو ګاډې ژورې كندې ته پرېوتې او په نتيجه كښې ئې 10 مسافر مړه او 17 ژوبل شوي دي. د ضلعي پوليسو له مخې پېښه د بره دير كښې د پاتراك تاڼې په چالال سيمه كښې رامېنځ ته شوې چرته چې د مردان څخه كلكوټ ته تلونكې د مسافرو ګاډې د ډرائيور څخه بې قابو كېدو سره ژورې كندې ته پرېوتو. په پېښه كښې د درې مېرمنو پشمول 10 كسان مړه او 17 سخت ژوبل شوي دي. ژوبل شوي كسان د بره دير ډسټركټ روغتون ته رسول شوي دي. سخت ژوبل شوي كسان پېښور ته رسول شوي دي.
مضمون کا ماخذ : خوش قسمت لڑکی