اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) د افغانستان فېکلټۍ غړو او د پوهنتونونو منتظمينو 30 كسيز پلاوي د اېچ اي سي (سېكټرېټ) دوره كړې او د لنډ مهاله چيئرپرسن او د اېګزېكټو ډاېرېكټرې ډاکټر شائسته سهېل پشمول د اېچ اي سي اعليٰ چارواكو سره ملاقات كړے ۔ د يادونې وړ ده د افغان فېکلټۍ غړي دا مهال په نېشنل يونيورسټي آف سائنسز اېنډ ټېكنالوجي اسلام آباد كښې د كار استعداد زياتولو په تربيتي كورس كښې شريك دي۔ د اېچ اي سي لخوا د جاري بيان له مخې په دې موقع ډاکټر شائسته سهېل پلاوې له پاكستان كښې د اعليٰ تعليم په څانګه په خاص توګه د اېچ اي سي په افعالو او ذمه وارو تفصيلي بريفنګ وركړو۔ دې ووئيل دا مهال د پاكستان په پوهنتونونو كښې په لويه شمېره افغان زده كوٶنكي تعليم ترلاسه كوي۔ د پلاوي د پوښتنو په ځواب كښې دې ووئيل اېچ اي سي به د حكومت د امر په رڼا كښې افغان زده كوٶنكو سره هر ډول ممكنه معاونت كوي۔ په دې موقع د پلاوي غړو اېچ اي سي لپاره د نېكو هيلو څرګندوه وكړه او د تفاهم په يادښت كښې شاملولو لپاره ئې خپلې رائې وركړې
د افغان فېکلټۍ غړو او د پوهنتونونو منتظمينو پلاوي د اېچ اي سي دوره
مضمون کا ماخذ : میٹھا بونانزا