اسلام آباد 11 اپرېل(اے پی پی)محمد شهباز شريف د هېود نوې وزيراعظم په حېثيت سره سوګند پورته كړو۔د نوې ټاكلي شوي وزيراعظم د سوګند پورته كولو دستوره د ګل په ورځ په ايوان صدر كښې وشوه۔لنډ مهاله صدر او د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د محمد نواز شريف څخه د وزيراعظم د چوكۍ سوګند واخست۔د سوګند پورته كولو په دستوره كښې اعلٰیٰ سول پوځي چارواكو٬سياسي لارښودو٬د پارليمان غړو او مهمو شخصياتو ګډون وكړو۔د دې څخه وړاندې د قامي اسمبلۍ غونډه د ګل په ورځ د محمد شهباز شريف د 174 ووټونو څخه د هېواد نوې وزيراعظم په حېثيت سره ټاكلې شوې۔وزيراعظم محمد شهباز شريف د مسلم ليګ(ن)صدر او درې ځله د پاكستان وزيراعظم پاتې شوي محمد نواز شريف كشر ورور دے۔شهباز شريف كاروبارني كورنۍ سره تعلق لري٬هغه د ګورنمنټ كالج لاهور څخه ګريجوېشن كړې٬په عملي سياست كښې هغه يو كيرئير لري۔د خپل مشر ورور نواز شريف پيروي كولو سره هغه عملي سياست كښې برخه اخستل پېل كړي۔په وړومبي ځل په 1988 كښې د پنجاب اسمبلۍ غړې ټاكلې شوې٬ د 1990 نه تر 1993 په مهال د قامي اسمبلۍ غړې و۔په په كال 1993 كښې د پنجاب اسمبلۍ غړې جوړ شو او تر 1996 د مخالفې ډلې مشر وو۔په 1997 كښې په درېم ځل د پنجاب اسمبلۍ غړې جوړ شو او بيا د پنجاب وزيراعلٰی وټاكلې شو۔دا اسمبلي بيا په 1999 كښې تحليل كړې شوه۔محمد شهباز شريف په پاكستان كښې د جمهوريت بحالۍ لپاره مهم كردار ترسره كړې۔په 2008 كښې په څلورم ځل د مقابلې نه غېر د پنجاب اسمبلۍ غړې وټاكلې شو او د 8 جون 2008 نه تر 26 مارچ 2013 په دوهم ځل د پنجاب وزيراعلٰی په حېث يې خذمات ترسره كړي۔مئي 2013 په ټول ټاكنو كښې يو ځل بيا ګوند لويې مېنډېټ سره اقتدار كښې راغلو دغسې هغه په درېم ځل د پنجاب وزيراعلٰی وټاكلې شو۔شهباز شريف په 2018 كښې د قامي اسمبلۍ غړې منتخب شو هغه د عمران خان په مقابله كښې د وزيراعظم په ټاكنه كښې هم برخه واخسته٬عمران خان 176 ووټونو سره وزيراعظم ټاكلې شو دغسې شهباز شريف 96 ووټ ترلاسه كړو۔د دې نه پس شهباز شريف د مخالفې ډلې مشر نامزد شو۔شهباز شريف يو متحرك ليډر دے څوك چې ښه اېډمنسټرېشن په وجه پېژندګلې كېږي۔متحده اپوزېشن هغه د عمران خان په ضد د عدم اعتماد تحريك كاميابۍ نه پس د وزيراعظم كانديد نامزد كړو۔د نوې ټاكلې شوي وزيراعظم زوې حمزه شهباز د پنجاب اسمبلۍ غړې دې او د پنجاب وزيراعلٰی په انتخاب كښې د اپوزېشن ګوندونو كانديد دے
محمد شهباز شريف د هېواد نوې وزيراعظم په حېثيت سوګند پورته كړو٬محمد صادق سنجراني سوګند واخست
مضمون کا ماخذ : راکی