اسلام آباد 21 مارچ (اے پي پي) وفاقي وزير پير نور الحق قادري سره د اسلامي مرستې تنظيم د خارجه وزيرانو د كنفرنس په موقع بېلا بېلو پلاوو ملاقاتونه كړې دي۔په دې موقع وفاقي وزير پير نور الحق قادري وئېلي دي چې مونږ به اقليتونو ته د دوي د مذهب او آئين له مخې د دوي حقوق وركوو۔پاكستان يو سوله ايز هېواد دے او امن لپاره ټولې نړۍ سره مرستې كولو ته تيار دے۔وفاقي وزير سره د اسلامي مرستې تنظيم د مكالمې سفيرې الريكا سينډ برګ٬د سويډن سفير هنرك پرسن د هغه په دفتر كښې ملاقاتونه وكړل۔په دې موقع د اسلامي مرستې تنظيم د كلتورونو او مذهبونو ترمينځه د مكالمې سفيرې الريكا سينډ برك ووئيل چې د سويډن حكومت د مذهبي آزادۍ په اړه د پاكستان د پالېسۍ ستائنه كوي۔د اقليتونو د حقونو په اړه د پاكستان اقدامات متاثر كونكې دي۔وفاقي وزير سره د اسلامك فقهي اكېډمۍ د سعودي عرب پروفيسر قطب مصطفٰی ثانو هم ملاقات وكړو۔هغه سره په ملاقات كښې وفاقي وزير ووئيل چې د روژې نه پس په جده يا اسلام آباد كښې د جوائنټ فورم جوړولو تجويز ته دې حتمي شكل وركړې شي۔د اسلامي مرستې تنظيم په كچه د سعودي د اسلامي فقهي اكېډمۍ خذمات ستايو۔پروفيسر قطب مصطفی ووئيل چې د اسلامو فوبيا په ضد په كامياب قرارداد وزيراعظم عمران خان ته پیرزوينه وړاندې كوو۔افغانستان لپاره د انساني همدردۍ پېغام٬نړۍ لپاره د تقليد وړ قدم دے
وفاقي وزير پير نور الحق قادري سره د اسلامي مرستې تنظيم د خارجه وزيرانو د كنفرنس په موقع بېلا بېلو پلاوو ملاقاتونه وكړل
مضمون کا ماخذ : کینڈی کیش