اسلام آباد 30 جولائي (اے پي پي) حكومت د مالي كال 22-2021 كښې پرمختيائي منصوبو لپاره بېل كړې شوې رقم كښې 40 فېصده اضافې نه پس د پرمختيائي كارونو رفتار او فنډز موثره او په سمه توګه كارولو نګرانۍ لپاره جامع لائحه تياره كړې۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د پي اېس ډي پي په موثره استعمال غونډه شوې چې پكښې وفاقي وزيرانو اسد عمر، حماد اظهر، مراد سعيد، عمر ايوب خان،خاص مرستيال ملك امين اسلم، ډاكټر فېصل سلطان او اړوند چارواكو ګډون كړې. په غونډه كښې د خزانې وزير شوكت فياض ترين د وېډيو لنك د لارې ګډون كړې۔ غوندې ته ووئيل شول د پرمختيائي كارونو رفتار ګړندې كولو لپاره د فنډز اجراء طريقه كار آسان او منظم كولو سره سره په منصوبو كښې تسلسل په ځائ ساتلو لپاره په دې كښې لچك پېدا كړې شوې دې٬ وزارتونه د منصوبو د ضرورتونو له مخې د فنډز جاري كولو لپاره لا واكمن جوړ كړې شوې دي۔ په غونډه كښې د تېر كال خرڅ كړې شوې فنډز تفصيلاتو نه خبرولو سره ووئيل شول چې د فنډز د استعمال شرح 104 فيصده وه كوم چې دا واضحه كوي چې په پرمختيائي كارونو كښې بشپړه پېشرفت شوې او د دې نه علاوه بېن الوزارت او د څانګو ترمېنځه د نګرانۍ په نتيجه كښې 140ا ربه فنډز په تندۍ سره بشپړولې شوې او په لويه كچه د هېواد په پرمختګ مثبت اثر اچولو سره منصوبې بشپړې كړې شوې دي چې ورسره نه يوازې د اولس د ټېكس بچت شوې بلكې فنډز د ضائع كېدو نه بچ كړې شوې۔ په دې موقع وزيراعظم ووئيل د حكومت په ذمه واريو كښې وړومبې د اولس ټېكس په سمه توګه كارول باوري كول دي۔ ده زياته كړه چې په نظام كښې آټومېشن لپاره دې په اقداماتو كښې عملدرآمد باوري كړې شي٬ اي ټېنډرز غوندې اقدامات د كرپشن خاتمې لپاره د بنيادي اهميت وړ دي٬ د دې نه علاوه د وزارتونو د كار د طريقه كار معيار دې لا ښه كړې شي او د منصوبو اهميت په حساب درجه بندي كولو سره دې وسائل استعمال كړې شي
د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د پي اېس ډي پي د موثره استعمال پحقله غونډه
مضمون کا ماخذ : ڈوپلا سینا