اسلام آباد 27 فروري (اے پي پي) الې??شن کمېشن د نوي صدر مملکت ټاكلو لپاره د م??رچ وړومبۍ نيټه اعلان كړې۔ د نهې په ورځ د الېكشن كمېشن لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې د آئين آرټيکل(4) 41 له مخې د پاكستان صدر انتخاب د ټولټاكنو كولو نه وروستو په دېرشو ورځو كښې كول لازم وي ځكه چې د آئين آرټيکل 91 او 130 له مخې د ټولو اسمبليو وړومبۍ غونډه په 21 ورځو كښې كول ضروري ده٬ د فرورۍ په 29مه نيټه به ټولې اسمبلۍ په وجود كښې راشي او دغسې د صدر انتخاب لپاره مطلوبه اليکټورل کالج به بشپړ شي٬ الې??شن کمېشن د م??رچ په وړومبۍ نيټه كال 2024 د صدر د انتخاب شېډول او پبلك نوټس جاري كړے ٬ د آئين له مخې د نامزدګۍ كاغذونو جمع كولو لپاره به يو ورځ مقرر كولې شي٬ د مجوزه پروګرام له مخې په دوېم م??رچ به تر 12 بجو كانديدان خپل د نامزدګۍ كاغذونه هم پريذائيډنګ آفيسر سره جمع كولې شي ٬ دې لپاره ټول خوښي لرونكې كسان د نهې په ورځ د نامزدګۍ كاغذونه د الي??شن کميشن سيکرټريټ اسلام آباد او صوبائي الي??شن کمشنر پنجاب، سندھ، خېبر پښتونخوا او بلوچستان څخه ترلاسه كولې شي٬ نورو معلوماتو او لارښوونې لپاره د الېكشن كمېشن سېكرټرېټ په نمبر 9219335-051 تماس نيولې كېدې شي۔
الېکشن کمېشن د نوي صدر مملکت ټاكلو لپاره شېډول اعلان كړو
مضمون کا ماخذ : como apostar na loteria