لاهور 13 مئي (اے پي پي) وفاقي وزير ميا جاوېد لطيف وئيلي دي عمران خان قامي سلامتيا لپاره خطر دے٬ چې كوم كس د پاكستان په كورنيو او بهرنيو چېلنجونو كښې د اضافې سبب وي ھغه څنګه د پاكستان خېرخواه كېدے شي، عمران خان د پاکستان په ادارو تنقيد كوي، د ھغه خبرې په هېڅ صورت رياست لپاره ښې نه دي٬ ھغه په هېواد كښې فساد غواړي، عمراني فتنې د پاکستان معيشت ډوب كړے، عمران خان په هېواد كښې كورنۍ جګړې غواړي، دا كس هېواد د معاشي ديواليه كېدو سره سره مذهبي منافرت پلو بيائي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ لاهور پرېس كلب كښې خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ وفاقي وزير ووئيل عمران خان او د پي ټي آئي مقصد د پاکستان ادارې كمزورې كول دي٬ ھغه ادارې بلېك مېل كولو سره بيا د اقتدار ترلاسه كولو ناكامه هڅې كوي۔ د انتخاباتو پحقله د پوښتنې په ځواب ده ووئيل مونږ د الېكشن نه تېښته كوٶنكي نه يو خو داسې سپېځلې ټاكنې كول غواړو چې څوك ورته ګوته پورته نه كړي او ھغه ټول ګوندونه تسليم كړي۔ ده ووئيل د الېكشن پحقله چې زمونږ اتحاديان كومه پرېكره كوي مونږ به په ھغې عمل كوٶ ځكه چې مسلم ليګ (ن) يوازې حكومت نه كوي٬ مونږ د الېكشن نه وړاندې په دې اړه اصلاحات كول غواړو دغسې چې انتخابي عمل سپېځلے وي۔ ده ووئيل د فرح بي بي ناسته پاسته بشري بي بي سره ده او د بشري بي بي تعلق عمران خان سره دے، د فرح بي بي پحقله تحقيقات به خامخا كوٶ، عمران خان چې څومره شور كوي ھغه دې وكړي په دې به اثرانداز نه شي ځكه چې دا كار ادارو له كول دي۔ وفاقي وزير ووئيل د پاكستان اتومي پروګرام په محفوظو لاسو كښې دے٬ عمران خان دې د اتومي پروګرام پحقله خپله بيانيه بنده كړي، ياد اوساتۍ چې قام په لوږه برداشت كولو خپل اتومي پروګرام بشپړ كړے ٬ د بهرني فشار باوجود مسلم ليګ ن اتومي چاٶدنې كړې۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل نواز شريف ھغه اشتهاري دے څوك چې هائي جېكر جوړ كړے شوے ؤ خو د اولس په مرسته ھغه درې ځله وزيراعظم جوړ شو او اوس په څلورم ځل جوړېدونكے دے
عمراني فتنې د پاکستان معيشت ډوب كړے٬ عمران خان قامي سلامتيا لپاره خطر دے، ھغه په هېواد كښې فساد٬ كورنۍ جګړې غواړي، دا كس هېواد د معاشي ديواليه كېدو سره سره مذهبي منافرت پلو بيائي۔ د وفاقي وزير مياں جاوېد لطيف خبري كنفرنس
مضمون کا ماخذ : منی ٹرین 2