اسلام آباد۔25مارچ (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د سو??يلي پنجاب صوبې جوړولو آئيني بدلون بل د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر ته وړاندې كړو۔ د قومي اسمبلۍ دوهم سپيكر قاسم سو??ي هم په دې مهال موجود ??و۔ خارجه وزير سپيكر ته خواست وكړو چې دا بل دې د ګل په ورځ كېدونكې د قومي اسمبلۍ غونډې په ايجنډا كښې شامل كړې شي۔ سپيكر د خارجه وزير په خواست دا بل د ګل په ورځ كېدونكې د قومي اسمبلۍ غونډې په ايجنډا كښې د شاملولو امر وكړو۔ خارجه وزير ووئيل د سو??يلي پنجاب صوبې جوړېدل د پاكستان تحريك انصاف د منشور برخه ده٬ ده ووئيل ??زیر اعظم عمران خان د مېلسي په اولسي رابطه غونډه كښې د سو??يلي پنجاب آئيني بدلون بل پارليمنټ ته د راوړلو اع??ان كړې ??و۔ ده ووئيل د وزيراعظم په هدايت ما آئيني بدلون بل د قانون وزارت له منظورۍ څخه وروستو د قومي اسمبلۍ سپيكر ته وړاندې كړې دې۔ ده زياته كړه چې نن وزيراعظم عمران خان او پاكستان تحريك انصاف د سو??يلي پنجاب اولس سره كړې يوه بله وعده ترسره كړې ده۔
خارجه وزير شاه محمود قرېشي د سوئيلي پنجاب صوبې جوړولو آئيني بدلون بل د قومي اسمبلۍ سپيكر ته وړاندې كړو
مضمون کا ماخذ : عظیم البینی