ملګري ملتونه 18نومبر(اے پی پی) پاکستان د نړيوالې ورورولۍ پام افغانستان ته د پېښو انساني او معاشي ستونزو پلو ګرځولو سره په دې خبره زور راوړې دې چې له روانې ناوړه وضعې څخه د وتلو جوګه جوړولو له دې د جنګ ځپلي افغانستان بلاجواز كنګل كړې شوې اثاثې بحال كړې شي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منېر اكرم تېره ورځ د افغانستان په صورتحال د سلامتي كونسل غونډه كښې دا خبره په ډاګه كولو سره ووئيل دا مهال 2 كروړه 80 لكه افغان وګړي سخت غذائي قلت سره مخ دي ٬ حكومت د معيشت بحالۍ ٬ د تنخاګانو ادائيګۍ ٬ د كاروبارونو او بېنكارۍ نظام بحالۍ لپاره نغد رقم ته سخت حاجت لري۔ هغه خبردارې وركړو چې په افغانستان كښې د يو لويې بشري بحران او معاشي تباھۍ نتيجې به ډېرې ناوړه وي٬ په لويه كچه بشري مسئلې به رامخې ته شي٬ دغسې د افغان كډوالو ستونزې به سوا شي ٬ د ګډوډي او اړي ګړي امكان به پېدا شي ٬ لا ټكر او داعش او نور ترهګرې ډلې به قوي شي۔ هغه وئيل كله چې د مېليونونو په شمېر كډوال زمونږ پولو ته راتلل پېل كړي نو مونږ كوم چې د وړاندې نه د 40 لكه افغان كډوالو كوربتوب كوؤ ٬ د نورو افغان كډوالو د ساتلو توان به ونه لرلې شؤ٬ دوئي له به بيا چرته بلخوا تلل وي ځكه نړيوالې ورورولۍ له به د داسې نتيجو څخه ځان ساتل وي۔ پاكستاني استازي ووئيل په افغانستان کې امنیتي وضعیت پياوړې شوې دې٬ د افغانستان عبوري حكومت د مرستندویه کارکونکو په ګډون د ښځینه مرستندویه کارکونکو له لارې افغانانو ته د مستقیمو مرستو رسولو اجازه او اسانۍ برابرې کړې او د افغانستان د ګاونډیانو په ګډون نړیوالې ټولنې سره د رابطو مثبت ځواب وركوي۔ هغه خبردارې وركولو سره ووئيل چې ځینې عناصر د افغانستان د بې ثباته کولو په سازشونو كښې بوخت دي كوم چې بايد په ډاګه كړې شي۔ پاكستاني استازي ووئيل پاكستان افغانستان لپاره د 3 كروړه ډالره مرستې سره افغانستان سره هر ډول مرسته كوي۔ هغه ووئيل مونږ د افغانستان څيزونو په درآمد كولو ډيوټي ختمه كړې٬ مونږ په ټرانزټ ټرېډ كښې هم آسانۍ وركوؤ٬ ضروري داروګان هم لېږو٬ د افغانستان روغتونونه بحالوؤ۔ پاکستان ورلډ فوډ پروګرام سره د اسلام آباد نه كابل ته د 10 زره ټنه غنمو لېږلو كښې مرسته كړې ده۔ هغه ووئيل په ټرائیکا پلس غونډه كښې د افغانستان خارجه وزير امیر خان متقی ووئيل چې په كابل كښې چارواكو د انتقامي كارروائۍ نه كولو او د خپلو پخوانو مخالفينو او كارمندانو د عام معافۍ اعلان كړې دې كوم چې اوس په كابل كښې په حكومتي ډھانچه او وزارتونو كښې شامل دي۔ هغه باور وركړو چې د افغانستان خاوره به د كوم هېواد په ضد كارولې نه شي٬ د داعش خراسان په ضد به فعاله ګامونه پورته كولې شي۔ هغه د افغانستان د اثاثو د بحالۍ هم خبره وكړه۔ پاكستاني استازي ووئيل 40 كاله پس په افغانستان كښې د امن په ځائې كولو او د ترهګرۍ موقعه په لاس راغلې ده بايد ضائع نه كړې شي۔
له بشري او اقتصادي تباهۍ څخه ساتلو له دې د افغانستان کنګل شوې اثاثې بحال كړې شي٬ د پاكستان مستقل استازې منېر اكرم
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا اطلاق