اسلام آباد 23 نومبر (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير شفقت ??حم??د وئيلي دي په هېواد كښې د كرونا د زياتېدونكو كېسونو په سبب تعليمي ادارې به د 26 نومبر څخه تر 24م دسمبر بندې وي٬ د 25 دسمبر څخه به د جنورۍ تر لسمې نيټې د ژمي رخصتي وي، په دا مهال به هر ډول تعليمي امتحا??ون?? كوم چې شېډول وو نه كېږي خو ووكېشنل سنټرې به پرانستې وي او د انټري ټېسټ او ملازمتونو لپاره د امتحا??ون?? اغستو به اجازه وي٬ پوهنتو??ون?? او ټولې تعليمي ادارې به آن لائن درس وركوي او د پوهت??ون??نو په هاسټلز كښې به په دريو كښې يوه برخه زده كوٶنكو ته د پاتې كېدو ا??ازه وي۔ د ګل په ورځ دا پرېكړه د تعليم او بېشه وره تربيي وفاقي وزير شفقت ??حم??د په مشرۍ كښې د تعليم د بېن الصوبائي وزيرانو اېن سي او سي غونډه كښې شوې۔ د غونډې نه پس قامي صحت لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر فيصل سلطان او د تعليم وزير شفقت ??حم??د ميډيا ته ووئيل ټولې تعليمي ادارې چې پكښې سكولونه، پوهنتو??ون?? او ټيوشن سنټرې شاملې دي تر 26م نومبر څخه تر 24م دسمبر د بندولو پرېكړه شوې او د 25م دسمبر څخه به تر لسمې جنورۍ د ژمي رخصتي وي۔ ده ووئيل تعليمي ادارې به د جنورۍ 11مې نيټې څخه خپلې تعليمي هلې ځلې بيا پېل كوي او د جنورۍ په وړومبۍ اوونۍ كښې به د كرونا د صورتحال لپاره د جاج اغستو يوه غونډه كېږي چې پكښې به د ھغه وخت په صورتحال غور كولے شي۔ وفاقي وزير شفقت ??حم??د ووئيل ووكېشنل سنټرې به پرانستې وي او د انټري ټېسټ او ملازمتونو لپاره د امتحا??ون?? اغستو به اجازه وي٬ پوهنتو??ون?? او ټولې تعليمي ادارې به آن لائن درس وركوي او د پوهت??ون??نو په هاسټلز كښې به په دريو كښې يوه برخه زده كوٶنكو ته د پاتې كېدو ا??ازه وي چې پكښې به ھغه زده كوٶنكي شاما دي كوم چې د لرو پرتو سيمو وي او هلته د انټرنېټ سهولتونه نه وي ٬دغسې غېر ملكي زده كوٶنكي به هم دا اساني لري٬ په هاسټلز كښې د پاتې كېدو ا??ازې په اړه پرېكړه به پوهنتونه پخپله كوي۔ ده ووئيل د پي ايچ ډي زده كوٶنكي كوم چې خپل پراجېكټ لپاره په ??ېب كښ كار كوي ھغوي ته به هم پوهنتون ته د راتګ اجازه وي۔ ده ووئيل د هنر وركولو تعليمي ادارې چرته چې په كارخانو او وركشاپ كښې درس وركړے كېږي هغوي ته به هم د تعليمي هلو ځلو جاري ساتلو ا??ازه وي۔ ده ووئيل استاذانو ته به سكولونو ته د راتللو ا??ازه وي او په دې لړ كښې به سكولونه پخپله پرېكړه كوي چې د څومره استاذانو ضرورت دے۔ وفاقي وزير ووئيل د تعليمي بورډز امتحا??ون?? د مارچ اپرېل په ځائ په مئي جون كښې د كولو تجويز دے او تعليمي زيان تر سره كولو لپاره د اوړي رخصتۍ منسوخ كولو او نوې تعليمي كال تر اګست د رسولو هم تجويز لرو ۔ په دې موقع د صحت وزارت لخوا د كرونا په صورتحال غونډې ته بريفنګ هم وركړے شو۔ په دې موقع قامي صحت لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر فيصل سلطان ووئيل په تېرو څو ورځو كښې هېواد كښې د كرونا صورتحال په تندۍ سره په خرابېدو دے٬ د مثبتو كيسونو شرح 7 فيصده ته رسېدلې۔ ده ووئيل دا مهمه موقع ده چې په دې لړ كښې څه پرېكړه وكړې شي دغسې چې د رنځ د خپرېدو لاره ونيولې شي۔ ده ووئيل د دې صورتحال له مخې دا پرېكړې كېږي۔ د دې نه وړاندې د تعليم ټولو صوبائي وزيرانو په غونډه كښې آن لائن ګډون وكړو او خپلو صوبو كښې د كرونا صورتحال او د تعليمي هلو ځلو په اړه ئې غونډه خبر كړه او د صورتحال له مخې د تعليمي هلو ځلو په اړه ئې بېلا بېل تحويزونه هم وراندې كړل۔(GUL/ZIA/1754)
کرونا وائرس٬ تعليمي ادارې به د 26 نومبر څخه تر 24م دسمبر بندې وي٬ د 25 دسمبر څخه به د جنورۍ تر لسمې نيټې د ژمي رخصتي وي۔ شفقت محمود
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کا انعام