اسلام آباد۔15فروری(اے پی پی)وزیرِ اعظم عمران خان د نهې په ورځ د هېواد د اولني ډيجيټل پے منټ سسټم “راست” اجراﺀ وكړه۔ راست پروګرام د اسټیټ بنک آف پاکستان لخوا د وګړو ٬ كاروبار او حكومتي ادارو ترمينځه د رقوم ترسيل او ادائيګۍ لپاره جوړ كړې شوې پلېټ فارم دې۔ د راست لاندې به د كم ماليت ريټېل ادائيګۍ او د رقوم منتقلي ډيجيټل طريقې سره تندۍ او آسانۍ سره كېږي۔ دې سره سره به دا د بېلو مالياتي ادارو لكه کمرشل بنک، مائیکرو فنانس ادارې و بنک، حکومتی ادارې او فِنټیکس٬ په كم وخت كښې او د كم مصرف د لارې مركزي سسټم ته رسولو او هغې سره د دې ربط پېدا كولو كښې مرستياله ثابت شي۔ تېر كال د راست د كاروبار او سرمايه كارۍ په كچه اجراﺀ او كاميابۍ نه وروستو د روان كال په مهال د دې اجراﺀ د عام وګړي آسانيو له د وګړو په كچه كولې شي۔ د راست اجراﺀ سره به د عام وګړي بېنكنګ چېنلرز او الېكټرانك ټرانزكشنز ته رسنه فوري او آسانه شي
وزيراعظم عمران خان د هېواد د اولني ډيجيټل پے منټ سسټم “راست” اجراﺀ وكړه
مضمون کا ماخذ : خداؤں کی عمر