اسلام آباد 25 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو دوهم ??زي?? فرخ حبيب په آزاد جمو و کشمير كښې په كېدونكو ټاكنو كښې د اپ??زي??ن لخوا د ټګۍ ادعاګانې رد كولو سره وئيلي دي چې آزاد جمو و کشمير كښې ټاكنې آزادې او په سپېځلې ډول كېږي٬ ??زي??اعظم عمران خان د کشمير رښتنې سفير دے چا چې په نړيوال فورم د كشمير مسئله په بشپړه توګه پورته كړې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې كړې۔ ده ووئيل په آزاد جمو و کشمير كښې د مسلم ليګ (ن) حکومت ٶ او په خپل دور كښې ئې د كشمير كشاله نه ده پورته كړی۔ مريم نواز د انتخابي كمپائن په مهال كشميرۍ كېدو ادعا كولو سره كشميريانو ته د دهوكې وركولو هڅه كړې٬ د دې نه علاوه مريم نواز د آزاد جمو و کشمير په انتخابي كمپائن كښې د ه??دي واكمنو او د ه??دي ??زي??اعظم مودي په ضد يو لفظ قدرې نه دې وئيلې۔ ده ووئيل ??زي??اعظم عمران خان د کشمير رښتنې سفير دے او د ملګر?? ملتونو ٬ او آئي سي٬ اروپائي ائتلاف پشمول په هر نړيوال فورم ئې د كشمير مسئله په بشپړه توګه رامخې ته كولو سره په مقبوضه كشمير كښې د ه??دي قابض پوځ بربريت او د بشري حقونو په ضد خلاف ورزۍ بې نقابه كړې دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب فرخ حبيب ووئيل د آزاد كشمير په ټاكنو كښې به پي ټي آئي اكثريت سره كاميابېږي او كشميريان به پيپلز پارټي او مسلم ليگ (ن) رد كوي۔ ده ووئيل پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ (ن) په ماضي كښې په آزاد جمو و كشمير كښې حكومتونه جوړ كړي خو د دې دواړو ګوندونو مشرانو د كشميريانو د ژوند معيار ښه كولو لپاره په آزاد کشمير كښې پرمختيائي منصوبې او د خېرښګړې پروګرامونه نه دي پېل كړې۔
د اپوزيشن لخوا د آزاد کشمير ټولټانكو كښې د ټګۍ تورونه بې بنسټه دي٬ د آزاد جمو و کشمير انتخابات آزاد او په سپېځلي ډول كېږي۔ دوهم وزير فرخ حبيب
مضمون کا ماخذ : números dupla sena