اسلام آباد۔14مارچ(اے پی پی)په سېنېټ كښې د اطلاعات او خپرونو قائمه كمېټۍ چيئرمېن سېنېټر فېصل جاوېد وئيلي دي اپوزيشن اولس لپاره هېڅ نه كوي ٬ د كرپشن كېسونو معاف كولو لپاره وزيراعظم عمران خان بلېك مېل كوي٬ وزيراعظم د دوئي مقابله كولو له چمتو دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ اوورسيز پاكستانيز كنونشن ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل پاكستان تحريك انصاف په اسلام آباد كښې لويه اولسي غونډه كونكے دے ٬كاركنان دې پكښې ګډون وكړي۔ ده ووئيل د كال 2018 په ټول ټاكنو كښې اولس عمران ټاكلے، اپوزیشن د اسمبلۍ په اولنۍ غونډه كښې د اېن آر او خبره كړې وه ٬ دوي يرول كړي ٬ دړكې ئې وركړي ٬خو وزیراعظم عمران وئيلي دي دويد حكومت له مينځه وړولو خبره كوي ٬ حكومت څه څيز دے كه ژوند مې لاړ شي نو بيا به هم اېن آر ور نه كړم۔ ده ووئيل اوس اپوزيشن د بې باورۍ تحريك راوړلے دغسې چې د مني لانډرنګ په شمول د دوئي په ضد جوړ شوو كېسونو كښې دوي له ريليف وركړے شي۔ ده ووئيل وزيراعظم د دوي مقابلې كولو له چمتو دے ٬ دوئي ته خپله ماتې ښكاري۔ ده ووئيل اتحاديان زمونږ سره ولاړ دي ٬ دې نه وړاندې هم اتحاديانو زمونږ ملګرتيا كړې ۔ ده ووئيل اتحادیانو په هره موقعه د اپوزيشن دعوې دروغ ثابت كړې
اپوزيشن اولس لپاره هېڅ نه كوي ٬ د كرپشن كېسونو معاف كولو لپارهوزيراعظم عمران خان بلېك مېل كوي٬ په سېنېټ كښې د اطلاعات او خپرونو قائمه كمېټۍ چيئرمېن سېنېټر فېصل جاوېد اوورسيز پاكستانيز كنونشن ته خطاب
مضمون کا ماخذ : ایڈونچر کی کتاب