اسلام آباد 06 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئېلي دي چې وفاقي حكومت به په خېبرپښتونخوا كښې د سېلګرۍ ودې او د ځنګلاتو او ماحولياتو تحفظ لپاره هر ډول ممكنه مرسته كوي۔د خالي په ورځ وزيراعظم سره د سېفران وزير صاحبزاده محبوب سلطان٬د اسمبلۍ غړو ميا شفيق٬ملك عمر اسلم٬محمد عامر سلطان٬پرنس نواز الائي٬حېدر علي خان٬د پنجاب صوبائي وزير سردار آصف نكئي او د صوبائي اسمبلۍ غړي زبير احمد ملاقات وكړو۔په دې موقع د وزيراعظم خاص مرستيال ملك عامر ډوګر هم موجود وو۔په دې موقع د غړو په خواست وزيراعظم د سوات موټروے د پراخا كولو باور هم وركړو۔د غونډې په مهال د غړو په سيمو كښې پھ ستونزو او پرمختيائي چارو هم خبرې وشوې۔وزيراعظم د صاحبزاه محبوب سلطان په خواست په جهنګ كښې د نوې ډسټركټ روغتون جوړولو او د ميا شفيق په خواست د لودهرا بائي پاس جوړولو باور وكړو۔ميا شفيق د لودهرا بهائي پاس سړك په اپ ګرېډېشن د وزيراعظم مننه وكړه۔حېدر علي وزيراعظم په كے پي كے او سوات كښې د سېلګرۍ ودې لپاره د شويو اقداماتو څخه خبر كړو۔پرنس نواز الهي د په بټګرام كښې د ګرېډ سټېشن او د سړك جوړولو په منظورۍ د وزيراعظم مننه وكړه چې ورسره به سېلګري وده وكړي او د روزګار موقعې به پېدا شي۔د غړو په خواست وزيراعظم سروے آف پاكستان ته هدايت وكړو چې هغه دې په سمدستي توګه د بټګرام او كوهستان ضلعو د حد بندۍ نوټيفيكېشن جاري كړي
وفاقي حكومت به په خېبرپښتونخوا كښې د سېلګرۍ ودې او د ځنګلاتو او ماحولياتو تحفظ لپاره هر ډول ممكنه مرسته كوي۔وزيراعظم عمران خان
مضمون کا ماخذ : پاور بال کی پیشن گوئی