اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) د توان وفاقي وزير حماد اظهر وئيلي دي چې د برېښنا د وېش كمپنو نظام په جديد خطوطو استوار كولو ته اړتيا ده ٬ د وېش كمپنو له به د مصرف كوٶنكو سهولت لپاره نور كار كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د ډسټريبوشن كمپنو د بورډز مشرانو سره خپلو خبرو كښې كړې چا چې وفاقي وزير سره ملاقات كړې۔ حماد اظهر ووئيل اوسني حكومت د ډسكورز بورډز په حقيقي توګه بااختياره كړي، د بورډز د غړو په ټاكنه كښې د ژوند د ټولو څانګو د جيد پوهانو انتخاب شوے،د بورډز ذمه واري ده چې د ډسکوز چارې په ښه ډول ترسره كړي۔ حماد اظهر ووئيل د برېښنا د وېش كمپنو نظام د دور حاضر په جديد خطونو استوار كولو ته اړتيا ده، پاور ډويژن به د ډسکوز بورډز سره بشپړه مرسته كوي
مضمون کا ماخذ : bolão dupla sena