اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزيرې سېنېټر شيري رحمان په مشرۍ كښې د نړيوال حدت او هيټ ويوز ټاسك فورس غونډه وشوه۔په غونډه كښې د اطلاعات او خپرونو سېكرټري٬د اېن ډي اېم اے چارواكي٬صوبائي چيف سېكرټريز او د موسميات محكمې عهديدارانو ګډون كولو۔په غونډه كښې د هېواد په بېلو برخو كښې د سختې ګرمۍ چپې په اړه چارواكو بريفنګ وركړو۔په غونډه كښې په بلوچستان كښې د اور لګېدو په پېښو د سختو تحفظاتو څرګندونه وشوه۔وفاقي وزيرې ووئيل د اور لګېدو د پېښې مخ نيوي لپاره د صوبو ترمينځه بشپړه همغږي د وخت ضرورت ده ۔بايد د ماحولياتي بدلون په اړه د اولس د كار دائره زياته كړې شي۔دې ووئيل پاكستان د ماحولياتي بدلون څخه په ځپليو هېوادونو كښې شامل دے۔د ماحولياتي بدلون مخ نيوي لپاره موثر او مربوط حكمت عملي ضروري ده
مضمون کا ماخذ : اسرار ریلز