اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله خان په مشرۍ كښې د جولائي په 17مه نيټه پنجاب كښې د ضمني ټاكنو په مهال د امن او امان پحقله په داخله وزارت كښې د لوړې كچه غونډه شوې۔ په غونډه كښې د پنجاب د قانون وزير عطا محمد تارړ، داخله سېكرټري يوسف نسيم کھوکھر، د پنجاب چيف سېكرټري ، د پنجاب پوليس آئي جي او سينير پوځي افسرانو سره سره د نورو ادارو چارواكو ګډون كولٶ۔ په غونډه كښې د ضمني انتخابات په مهال د امنيتي انتظامات او ضمني انتخابات پحقله د انټيليجنس رپورټس هم جاج واخستلے شو۔ دا غونډه د الېكشن كمېشن چيف كمشنر راجه سکندر سلطان د ضمني انتخابات په مهال امن او امان باوري كولو لپاره داخله وزارت ته د ترلاسه مراسلې په رڼا كښې شوې۔ په غونډه كښې ووئيل شول په ضمني انتخابات كښې به امن او امان باوري كولې شي
مضمون کا ماخذ : اضافی مرچ