اسلام آباد 18 اګست(اے پی پی) په داسې حال كښې چې زياتره لوېديز هېوادونه د افغانستان څخه خپله عمله اوباسي او هلته خپل مشن بندوي٬په كابل كښې د پاكستان سفارت پاكستانيانو٬افغانانو او د نورو هېوادونو وګړو ته هېواد پرېښودلو لپاره د قونصلر خذمات وركوي۔په كابل كښې د پاكستان سفير منصور احمد خان په خپل پېغام كښې وئېلي دي چې د ويزې او د قونصلر خذمات په تندۍ سره وركولې شي او ټولو نړيوالو مشنز٬سفارتكارو٬تنظيمونو او مېډيا سره په دې لړ كښې د سفارت لخوا مرسته روانه ده۔ تراوسه په افغانستان كښې بهرنۍ مېډيا ته تقريبا 400 ويزې وركړې شوي دي دغسې تېره ورځ افغانانو او د نورو هېوادونو وګړو ته تقريبا 800 ويزې جاري كړې شوې دي۔ د اتوار په ورځ كله چې د كابل واك د كومې جګړې نه بغېر د طالبانو لاس ته ورغلو نو ډېرو هېوادونو خپل مشنز بند كړل او د خپلو وګړو ويستلو لپاره يې كار پېل كړو۔دې سره ناآرامي پیدا شوه او په تېره بيا د كابل د نړيوال هوائي ډګر منظرونو دا صورتحال نور هم خراب كړو۔ په داسې حالاتو كښې پاكستان خلكو سره مرسته وكړه٬د پاكستان سفارت بهرنۍ مېډيا٬سفارتكارو او د عام افغانانو د وتلو لپاره د ټرانزټ په توګه آسانې وركړې۔په كابل كښې د پاكستان سفير منصور احمد خان وائي چې په كابل كښې به د پاكستان سفارت د انساني همدردۍ په بنياد پاكستانيانو٬افغانانو او د نورو هېوادونو وګړو سره مرسته روانه ساتي۔ده ووئيل چې سول پروازونو لپاره د هوائي اډې بندېدو په وجه پاكستانيان په طورخم د سړك د لارې هېواد ته بېرته لېږل كېږي۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي په افغانستان كښې د سفارتكارو ستائنه كولو سره وئېلي دي چې دوي امن او انساني اقدارو لپاره د پاكسان د قوي عزم له مخې خپله وظيفه ترسره كوي۔ د پاكستان سفير په كابل او خوا او شاه سيمو كښې كار كونكو پاكستانيانو ته باور وركړې چې سفارت د رسمي او اضافي پروازونو د لارې پاكستانيانو ته آسانې وركولو لپاره پي آئي اے سره په تماس كښې دے۔هغه په خپل يو ټوېټ كښې وائي چې هغه كسان كوم چې په دې لړ كښې ستونزې لري مرستې لپاره دې سفارت سره تماس ونيسي۔ ده ووئيل چې مونږ د غېر يقينۍ په دې صورتحال كښې افغان خبريالانو او د دوي كورنۍ ته د ويزې وركولو خاص آسانې وركوو۔هغه خلك كوم چې د ويزې ضرورت لري دوي پرېس قونصلر سره په وټس ايپ نمبر 00923222807683 رابطه كولې شي۔د دوي مرسته به وكړې شي۔ د كابل څخه پرېس قونصلر طاهر نواز اے پي پي په خبرو كښې ووئيل چې تراوسه د مېډيا كاركنانو ته تقريبا 400 ويزې جاري كړې شوې دي۔ده ووئيل چې په دې كښې افغانان او د نورو هېوادونو د مېډيا استازي شامل دي كومو چې په افغانستان كښې ځايې او نړيوالې مېډيا لپاره خذمات ترسره كول۔تفصيلات وركولو سره ده ووئيل چې د نړيوال خبري اژانس رائيټر 74 د اېسوسي اېټډ پرېس 40 او د اے اېف پي 30 اهلكارو ته ويزې جاري كړی شوې دي۔دې سره سره د افغانستان د طلوع نيوز ون ټي وي٬آريانه٬خورشيد ټي وي٬شمشاد ټي وي٬خامه پرېس او د نورو صحافتي ادارو د 200 څخه زياتو افغان خبريالانو ته هم ويزې جاري كړې شوې دي۔پاكستاني سفير منصور احمد خان ووئيل چې په دې سختو حالاتو كښې د ټولو افسرانو او اهلكارو په كار كښې مرستې لپاره هغه په خپله څارنه كوي۔ده خلكو ته باور وركړو چې په حفاظت سره د دوي وتلو لپاره به پاكستان هر ډول ممكنه مرسته كوي۔ده د دې هيلې څرګندونه وكړه چې په يو څو ورځو كښې به پروازونه بحال شي او پاكستان ته د تللو خواهش لرونكي داسې خلك چې د سړك د لارې سفر نشي كولې دوي به د فضائي سفر آسانيې ولري۔په كابل كښې د پاكستان په سفارت كښې موجود افغان وګړو د پاكستان په مرسته مننه كولو سره وئېلې دي چې د غېر يقينۍ په دې صورتحال كښې پاكستان د دوي بشپړه مرسته كوي٬د دې وګړو تعلق د افغانستان بېلا بېلو سيمو سره و٬دوي ووئيل چې مونږ خوشحاله يو چې د سفارت عمله زمونږ هر ډول مرسته كوي٬د سفارت عمله د خپل د كار وخت نه زيات د دوي ويزې او نورو خذماتو لپاره مرستې ته ولاړه ده۔افغان وګړو ووئيل چې دوي هيله لري چې د افغانستان څخه به په حفاظت سره ووځي ځكه چې دلته صورتحال لا هم غېر واضح دے۔دوي ووئيل چې مونږ حفاظت لپاره خپلې كورنۍ هم پاكستان ته بوتلل غواړو٬د پاكستان په سفارت كښې افغان وګړو د پاكستان حكومت ته خواست وكړو چې دوي دې په سمدستي توګه د علاج خواهش لرونكو رنځورانو او خپلې تعليمي چارې روانې ساتلو لپاره خواهش لرونكو زده كونكو ته د طورخم پله پرانځي۔د كابل نړيوال هوائي ډګر هر ډول پروازونو لپاره بند دې او يوازې د امريكې او ناټو الوتكې خپل وګړي وباسي٬د ښار څخه افغانانو او د نورو هېوادونو وګړو لپاره كوم پرواز نشته٬د پاكستان د خارجه دفتر د پبلك ډپلوميسي څانګې د خپلو اهلكارو ټېليفوني شمېرې خپرولو سره وئېلي دي چې هر ډول مرستې لپاره د ويزه افسر 009300728627 ٬ ويزه اسسټنټ 0093786324769 او د سفير په نمبر 0093707300900 رابطه كولې شي
په كابل كښې د پاكستان سفارت د افغانستان نه تلونكو ته آسانې وركوي
مضمون کا ماخذ : números sorteados lotomania