اسلام آباد۔23 نومبر(اے پی پی) د قامي سلامتيا صلاحكار ډاكټر معيد يوسف وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د پاكستان ترجيحات جيو پولېټكس څخه په جيو اكنامكس كښې بدل شوي دي او له دې كبله پاكستان امريكا سره اقتصادي همكارۍ كښې خوښي لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د امريكائي ايوان نمائندګان غړي ګرېګوري مېكس په مشرۍ كښې 6 كسيزه امريكائي پلاوي سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ ملاقات كښې د افغانستان صورتحال په شمول په پاك امريكا اړيكو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې مهال خپل خطاب كښې ډاكټر معيد يوسف ووئيل پاكستان د اقتصادي سكيورټي ماډل ترسېوري لاندې ګردې نړۍ سره همكاري كولو سره د خپل جيو اكنامك اپوزيشن ګټه پورته كولو پلو خاص پاملرنه كړې ده۔ هغه زياته کړه چې په پاکستان کښې کامياب امريکايي شرکتونه د دواړو هېوادونو په ګټه دي. ډاکټر معید یوسف په افغانستان کې د بشري وضعیت د خرابیدو په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړه ځکه چې د افغانستان شاوخوا 60 فيصده وګړي د خوراك كمي سي مخ دي۔ هغه ووئيل نړۍ بايد داسې فعاله نظام رامنځته کړي چې له لارې يې د ژمي تر پيل وړاندې افغان نارينه، ښځو او ماشومانو ته د مرستې سامان ورسېږي۔ ډاکټر معید یوسف زیاته کړه، چې په افغانستان كښې مالياتي او بېنکنګ سېستم ګډوډ دے او هېواد كښې د نظام سقوط نه وړاندې بايد دا ستونزه هواره كړې شي۔ دواړو اړخونو موافقه وکړه چې د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې به مثبت لوري پلو تګ روان ساتلې شي
د وزيراعظم په مشرۍ كښې د پاكستان ترجيحات جيو پولېټكس څخه په جيو اكنامكس كښې بدل شوي دي٬ د ډاكټر معيد يوسف د امريكائي ايوان نمائندګان پلاوي سره خبرې
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کے اعدادوشمار