اسلام آباد۔14جون(اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي په وخت وېكسين لګولو او په اېس او پيز عملدرآمد سره په كورونا وائرس قابو موندل كېدے شي۔ د اولس په خپله خوښه د وېكسين لګولو عمل خوشبينه دے د كوم مثال چې په پرمختګ كړې هېوادونو كښې هم ډېر كم رامخې ته كېږي۔ هغه د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ ګرد هېواد كښی د روان وېكسينېشن كمپائن حوالې سره د لوړې كچې غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔ غونډه كښې داخله وزير شېخ رشید احمد، د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر، د توان وفاقي وزير حماد اظهر، د رېلوے وفاقي وزير اعظم خان سواتی، د وزیراعظم خصوصي مرستيال ډاکټر فېصل سلطان، محمد شهزاد ارباب او اړوندو چارواكو ګډون كولو۔ غونډې ته د نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر لخوا د وېكسينېشن كمپائن موجوده اعشاريو او د سباؤن تګلارې په اړه بشپړه برېفنګ وركړے شو۔ غونډې ته ووئيلې شؤ چې دا مهال د يو كروړه نه زياتو كسانو ته وېكسين لګولے شوي دي۔ دې سره سره سركاري ٬ نيم سركاري او نجي ادارې د خپلې 100 فيصده عملې وېكسينېشن باوري كوي۔ غونډې ته ووئيلې شؤ چې د تعليم وزارت ترسېوري لاندې د سركاري او غېر سركاري ادارو 50 فيصده نه د زياتو ملازمينو وېكسينېشن بشپړ كړے شوے دے۔ غونډې ته ووئيلې شؤ د ویکسینېشن سېنټرز شمېره يو په دوه كولو سره د موبائل ډلو شمېره د 48 نه زياتولو سره 600 ته رسولې شوې ده۔ وزیرِ اعظم په دې مهال ویکسینېشن لپاره پورته كړی شوي ګامونه د اطمينان وړ ګرځولو سره په دې خبره زور راوړو چې د پروردګار په فضل او بيا په وخت وېكسين لګولو او په اېس او پيز عملدرآمد سره په كورونا وائرس قابو موندلے كېدے شي۔ هغه ووئيل د اولس په خپله خوښه د وېكسين لګولو عمل خوشبينه دے د كوم مثال چې په پرمختګ كړې هېوادونو كښې هم ډېر كم رامخې ته كېږي۔ هغه زياته كړه چې د هندوستان په ډول د افسوس وړ صورتحال نه بچ كېدو لپاره ادارو او اولس له به په ګډه په ګامونو عملدرآمد باوري كول وي۔
وېكسينېشن او په اېس او پيز د عملدرآمد دلارې په كورونا وائرس قابو موندل كېدے شي۔ د اولس په خپله خوښه د وېكسين لګولو عمل خوشبينه دے۔ د وزيراعظم عمران خان غونډې ته خطاب
مضمون کا ماخذ : raspadinha caixa