اسلام آباد 03 جون (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د انټر سروسز انټيلي جنس اېجنسې ﴿آئي اېس آئي﴾ قربانې او نه ستړې كېدونكې هڅې د ستائنې وړ دي، د هېواد سلاميتا او د خپلواكې تحفظ لپاره به هېڅ بې غوري اونه كړے شي. وزيراعظم دا خبرې د شورو په ورځ د آئي اېس آئي د هېډكوارټرز د دورې كولو په مهال وكړې. سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه، خارجه وزير شاه محمود قريشي او د منصوبه بندې او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر او قومي سلامتيا لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر معيد يوسف هم وزيراعظم سره ملګري وو. د وزيراعظم د مېډيا دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې د آئي اېس آئي مركزي دفتر ته په رسېدو د آئي اېس آئي ډائرېكټر جنرل لېفټېننټ جنرل فېض حميد د وزيراعظم هركلے وكړو. د غونډې په مهال وزيراعظم د پېچلې سيمه ايزو او كورنيو چېلنجونو سره د امن بحالې لپاره د پاكسان د هڅو په اړه په تفصيل سره خبر كړے شو. په دې موقع وزيراعظم ووئيل د هېواد سلاميتا او د خپلواكې تحفظ لپاره به هېڅ بې غوري اونه كړے شي. ده ووئيل د انټر سروسز انټيلي جنس اېجنسې ﴿آئي اېس آئي﴾ قربانې او نه ستړې كېدونكې هڅې د ستائنې وړ دي
وزيراعظم عمران خان د انټر سروسز انټيلي جنس اېجنسې ﴿آئي اېس آئي﴾ د هېډكوارټرز دوره وكړه
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی قانونی حیثیت