اسلام آباد 16فروري (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزیر شوکت ترین وئيلي دي دا مهال نړيواله منډۍ كښې د تیلو زياتې شوې بيعې له امله په حکومت زيات فشار راغلے ، وزیراعظم عمران خان امر كړے چې په اولس د لږ نه لږ فشار واچوئ، ټيكسونو كښې د كمې په وجه حکومت د مياشتې 70 اربه روپۍ زيان زغمي، وزیراعظم عمران خان به ډير زر د مينځنۍ طبقې لپاره ریلیف وركولو له پروګرام راوړي، ده ووئېل حکومت هم دغه سلوګن لري چې ګراني كمه كړي او آمدن زيات كړي ، د 6 نه تر 8 مياشتو به ګراني كمه شي او څيزونه به آرزان شي۔د شورو په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل پاکستان پټرول نه پيدا كوي بلکه درآمد کوي،دا مهال په ټوله نړۍ كښې د تيلو بيعې زياتې شوي ، جنوری 2021ء كښې د تيلو بيعه 42 ډالر د يو بیرل وه او اوس 95 ډالره بیرل ته رسيدلې ، ده ووئېل وزیراعظم پريكړه كړې چې په اولس كم بوجھ واچولې شي،په دې لړ كښې حکومت سیلز ټیکس زیرو او پټرولیم لیوی 30 روپو څخه 10 روپو ته راوستې ، دغسې د ټیکسونو كمي په وجه حکومت د مياشتې 70 اربه روپۍ زيان زغمي۔ وفاقي وزير شوکت ترین ووئيل مينځنۍ طبقې، تنخا داره ٬ موټرسائیکلسټ او كوچنو ګاړو لرونكو له ریلیف وركولو له پروګرام راوړو او وزیراعظم به دا پروګرام ډير زر اعلان كړي۔ده ووئيل حكومت ګرانۍ ختمولو ته پام لرنه كوي او کم آمدن لرونكو آمدن زياتولو ته خاص پام لرنه كوي ، په دې لړ كښې حکومت داسې اقدامات كوي چې ورسره به د تنخا دارو او خوارې كښو ستونزې كمې شي
وزیراعظم عمران خان به ډير زر مينځنۍ طبقې له ریلیف وركولو لپاره پروګرام اعلان کړي، د خزانې وفاقي وزیر شوکت ترین نجي ټي وي چينل سره خبرې
مضمون کا ماخذ : جادوئی اسپن