اسلام آباد 25 جنوري (اے پي پي) د قامي تاريخ او ادبي ورثې ډويژن تر سيو??ې لاندې د قامي خطاطۍ نندارتون په دوهمه ورځ ګنړ شمېر خلق نېشنل آرټ ګيلرۍ ته لاړل او د قرآني آياتونو د خطاطۍ په شاهكارو فن پارو كښې يې خوښي ولرله ۔د وزيراعظم د قامي تاريخ او ادبي ورثې صلاحكار عرفان صديقي د دې نندارتون كوربه دے٬د وزيراعظم د قامي سلامتيا صلاحكار لېفټيننټ جنرال(ر)ناصر خان جنجوعه د درې ورځني قامي نندارتون پھ دوهمه ورځ د نېشنل كونسل آف دي آرټس د نېشنل ګيلرۍ څارنه وكړه۔پھ دې موقع عرفان صديقي او ناصر خان جنجوعه پخپله هم خطاطي وكړه او خلق يې حېران كړه۔د وزيراعظم صلاحكار عرفان صديقي ??وئيل ناصر خان جنجوعه ډېر ښه خطاط دے او د ده فن پارې هم په نندارتون كښې اښودلې شوي دي۔ناصر خان جنجوعه ووئيل عرفان صديقي سره د مينې او احترام رشته لرو٬د كتابونو نه مې خطاطي زده كړی او خپل شوق مې پټ ساتلې وو خو عرفان صديقي ??ولو ته څرګند كړو۔د نېشنل بك فاؤنډېشن اېم ډي نامتو شاعر ډاكټر انعام الحق جاوېد پھ دې موقع د نظامت چارې ترسره كولی۔
عرفان صديقي او ناصر خان جنجوعه د خطاطۍ په مهارت خطاطۍ كتونكي حېران كړل
مضمون کا ماخذ : کنگ میکر