اسلام آباد 23 اپریل (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وزارت راروان مالي كال بجټ كښې د سرکاري څانګې پرمختيائي پروګرام (پی اېس ډی پی)ترمخه د وزارت 8 نوو پرمختيائي سکیمونو لپاره د 1.046 اربه روپو بيلولو تجویز وركړے، تجویز کړې شوو 8 نوو پرمختيائي منصوبو كښې د قامی خبر رسنې ادارې اے پی پی د نیوز آپریشنز تشکیل نو لپاره د 746.9 ملیونه روپو منصوبه هم ??امله ده۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقی سیکرټرې اکبرحسین درانی په مشرۍ كښې غونډه كښې نوو ترجیحی منصوبو له حتمی شکل وركړے شوے۔ د وزارت د اړخه تجویز کړو 8 نوو پرمختيائي منصوبو كښې د قامی خبررسنې ادارې اے پی پی نیوز آپریشنز تشکیل نو منصوبه هم ??امله ده په كومه به چې 746.9 ملیونه روپۍ لګښت راځي، د دې منصوبې ترمخه به اسلام آباد، لاهور، کراچۍ ، کوئټه ، پيښور او د نورو ښارونو په اسټېشنز بجدید ترین آلات او ټیکنالوجی لګولې شي، د منصوبې ترمخه به د اے پی پی د خبرونو خذماتو پشمول د آئی پی ټی وی، سوشل میډیا، ویب او ویډیو سروسز اپ ګریډ کولو لپاره به جدیدترین ټیکنالوجی وركولې شي۔ د اطلاعات وزارت 20 براډکاسټنګ هاوسز كښې د 45 سټوډیوز د اپ ګریډ کولو تجویز له هم حتمی شکل وركړے شوے ، په دې منصوبه به دوو كلونو كښې 254.945 ملیونه روپۍ لګښت راځي، په وړومبي كال كښې دې منصوبې لپاره د 100 ملیونه روپو خواست شوے ۔په غونډه كښې اسلام آباد سیکټرایچ نائن كښې د اے پی پی په پلاټ آفس بلډنګ جوړولو له د فیزایبلټی سټډی لپاره د 15 ملیونه روپو بيلولو تجویز له هم حتمی شکل وركړے شوے۔دغسې د پاکستان ان??ارمیش سینټرز فیزون جوړولو تجویز هم ??امل دے ??ه كوم به چې 69.352 ميليونه روپۍ لګښت راځي، منصوبه به په يو ??ال كښې بشپړولې شي، د ان??ارمیشن مرکزونو جوړولو سره به لري پرتو سيمو كښې الیکټرانك، پرنټ او ډیجیټل میډیا سره تعلق لرونكې خبريالان قامي پرمختګ كښې شاملولو سره حکومتی اقدامات اولس ته رسولې شي۔ د اطلاعات وزارت راروان مالي كال پرمختيائي پروګرام كښې پاك چائنا فرینډشپ سینټر كښې د مجوزہ پاکستان میډیا يونېورسټي فیزایبلټی سټډی لپاره 17 ملیونه روپۍ د بيلولو سفارش کړے ۔ د اطلاعات وزارت او د ذیلی او ماتحت ادارو لپاره آفس اکاموډیشن لپاره د ګڼ منزله ودانۍ فیزایبلټی سټډی لپاره 20 ملیونه روپۍ د بيلولو هم ??فارش كړے ۔د اطلاعات او خپرونو وزارت کراچۍ كښې ان??ارمیشن سینټر جوړولو په لړ كښې فیزایبلټی سټډی لپاره 15 ملیونه روپو او وزارت كښې آټومیټډانفارمیشن رپورټنګ نظام لپاره 23.192 ملیونه روپۍ د بيلولو تجویز هم وركړې شوې
د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزارت په راروان مالی كال بجټ كښې د پی اېس ډی پی ترمخه د وزارت 8 نوو پرمختيائي سکیمونو لپاره د 1.046 اربه روپو بيلولو تجويز
مضمون کا ماخذ : لافانی رومانس