اسلام آباد 10 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل او د ھغهټولې ډلې ته په يو متوازن٬ ترقۍ پلو پام ګرځونكے او په اولس دوست بجټ وړاندې كولو مباركي وركولو سره وئيلي دي د مالي چيلنجونو او يو شمېر ستونزو سره بجټ جوړول ډېر سخت او ګران كار ٶ۔د جمعې په ورځ خپل ټويټ كښې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل بېنظير انكم سپورټ پروګرام لپاره فنډز كښې اضافه شوې ، د بېنظير سكالرشپ پروګرام دائره كار تر يو كروړه زده كوٶنكو زياتولې شي۔ ده ووئيل حكومت د ټولنې په مالي توګه د كمزورې طبقو معاشي ستونزې كمولو كښې خوښي لري او زه دا سوچ لرم جې په مالي توګه مستحكم خلق د ټېكسونو وركولو د لارې قامي خزانې لپاره خپل كردار ولوبوي
مضمون کا ماخذ : کڑک