اسلام آباد۔5نومبر(اے پی پی) پاکستان او ??یران په منځني ختیز کښې د اسرائیل لخوا د پوځي يرغل او ?? بې ګناه وګړو د نسل كشۍ اقداماتو غندنه كولو سره د اسرائيلي حكومت د نړيوال قوانين او ?? ملګرو ملتونو د چارټر خلاف ورزو څخه منع كولو كښې د نړیوالې ټولنې ناکامۍ ته ګوته نيولې ده۔ نائب وزيراعظم او ??ارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار او ?? ايران خارجه وزير سيد عباس عراقچي د نهې په ورځ له ملاقات وروستو يو ګډ خبري کانفرنس ته په وېنا کښې ووئيل په مقبوضه سيمو كښې د اسرائيل غير قانوني اقدامات په مينځني ختيز كښې د تاؤ تريخوالي اسباب ٬ د نړيوال قانون ٬ د نړيوال بشري قانون او ?? ملګرو ملتونو د چارټر خلاف ورزي ده۔ له دې څخه وړاندې دوی د منځني ختیځ او ??وسنیو نړیوالو حالاتو او پېشرفت په شمول د منځني ختیز کړکېچ، د خپلواکۍ حق څخه انکار ٬ د نړیوالو قوانینو په برقرار ساتلو او ?? اح??ساب مخ په وړاندې بوتللو ته د پام ګرځونې په ضرورت د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ نائب وزيراعظم اسحاق ډار په دې ګ?? کنفرنس کښې ووئیل دواړو د فلسطین د خلقو د خپلواکۍ حق ترلاسه کولو لپاره د سمدستي جنګ بندۍ ، د کړکېچ کمولو او ?? خبرو اترو په اړتیا زور راوړو۔ ده په ايران د اسرائيلي پوځي بريدونو د پاكستان لخوا د فوري او ??ختې غندنې ذكر كولو سره ووئيل دا بريدونه د ايران د خپلواكۍ سنګينې خلاف ورزۍ دي۔ نائب وزیراعظم كال 1967 څخه وړاندې پولو تر مخه د خپلواكه فلسطيني هېواد جوړېدو غوښتنه تكرار كړه د كوم پلازمينه چې القدس الشريف وي۔ نائب وزيراعظم ووئيل پخوانۍ مسئلې فلسطين او ??مو وكشمير د خپلواكۍ حق څخه د انكار اسباب لري او ??ا مسئلې بايد د ملګرو ملتونو د قراردادونو او چارټر له مخې حل كړې شي۔ د دواړو هېوادونو ?? بهرنیو چارو وزیرانو په دې خبره زور راوړو چې چې ترهګري او ??نتها خوښي د سیمې سولې ته جدي خطرې دي او هیله یې څرګنده کړه چې د دغو چېلنجونو له مينځه وړلو لپاره به شريكې هڅې وكړې شي۔ نائب وزيراعظم اسحاق ډار د بريكس په فورم كښې د پاكستان د غړيتوب لپاره د ايران د ملاتړ او په ايران كښې د مقدس ځايونو زيارت كوونكو ته د اسانيو برابرولو لپاره د ايران د خارجه وزير مننه وكړه۔ دواړه مشران به په جده کښې په راتلونکې اسلامي سرمشریزه غونډه كښې بيا ملاقات كوي۔ د دوئي په دې خبره صلاج يوه شوه چې په هغه چارو به يو نقطه نظر سره هڅې كولې شي كومو لپاره چې د ګډې سرمشریزه غونډه رابللې شوې ده۔ د ایران ?? بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ووئیل، د اسرائیل حکومت په غزه کښې جدي جنایتونه او ?? نسل كشۍ كارروايۍ كوي او په لبنان او نورو ځایونو کښې یې په پراخه كچه د يرغل كولو لړۍ روانه ساتلې ده۔ دا جرمونه اوس لبنان ته هم غځیدلي دي.ده ووئيل اسرائيلي حكومت په 26 اكتوبر په ايران بريد كولو سره د خپل يرغل او ??ارحانه نوعيت لا څرګندونه كړې۔ د اسرائيلي حكومت په مقابله كښې اسلامي جمهوريه ايران تاؤ تريخوالے زياتول نه غواړي ، بياهم د ملګرو ملتونو د چارټر آرټیکل 51 له مخې د جائزې دفاع خپل حق محفوظ لري او مونږ به ضرور په مناسب وخت د اسرائيلي يرغل ځواب وركوؤ۔ ایرانی خارجه وزير د ايران په ضد د صېهوني حكومت د يرغل غندنې كولو سره په دې اړه د پاكستاني حكومت او ??ولس مضبوط دريځ وستائېلو۔ ده ووئيل پاكستانو چارواكو او په خاص توګه د پاكستان وزيراعظم يو مضبوط او ښكاره دريځ خپل كړے په كوم چې مونږ د زړه له كومي مننه كوؤ۔ ده ووئيل د پاكستان حكومت او ??ولس هم د تېر يو كال په مهال د غزہ اولس او فلسطيني كاز لپاره ښكاره ملاتړ څرګند كړے۔ ده ووئيل د بده مرغه نړيواله ورورولي د اسرائيلي حكومت د نسل كشۍ او ??ارحانه كارروائيو څخه منع كولو كښې ناكامه راغلې چې له امله يۍ سيمه ايز او نړيوال امن او ??لامتيا د خطرو سره مخ شوې ۔ ده ووئيل دواړو اړخونو د اقتصادي ٬ تجارتي ٬ سياسي ٬ علمي ٬ كلتوري او ?? سېلګرۍ فعاليتونو په شمول په ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه مرسته مضبوطولو له د خپل عزم پخلے كړے۔ دواړو خارجه وزيرانو د ترهګرۍ ??جحان دواړو هېوادونو او ګردې منطقې لپاره ګډه خطر ګرځولو سره دا په نړيواله كچه ټولې نړيوالې ورورلۍ لپاره يوه ټولشموله خطره وګرځوله۔ دواړو د دې رجحان مخنيوي او مقابلې له د خپل عزم پخلے وكړو۔دغسې د خارجه وزير سید عباس عراقچی نائب وزیراعظم او ??ارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار ته د ايران سركاري دورې كولو او په تهران كښې كېدونكي د ای سی او وزارتی غونډه كښې د ګډون كولو بلنه هم وركړه۔
د پاكستان او ايران په منځني ختيز كښې د اسرائيل پوځي يرغل او د بې ګناه وګړو د نسل كشۍ اقدامات غندنه ٬ د اسرائيل غير قانوني اقدامات په منځني ختيز كښې د تاؤ تريخوالي اسباب دي ٬ د نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار ايراني خارجه وزير سره په ګډه خبري كنفرنس
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعدادوشمار