اسلام آباد 24 اکتوبر(اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې پاكستان نړيوالې ټولنې سره په ګډه نن د ملګرو ملتونو د جوړېدو 76مه سالګره لمانځي. د اتوار په ورځ د ملګرو ملتونو ورځې په موقع په خپل پېغام كښې خارجه وزير شاه محمود قريشي ووئيل چې د بابائے قوم قائداعظم محمد علي جناح ﴿رح﴾ د بصيرت په رڼا كښې پاكستان تل د ملګرو ملتونو منشور سربلند كړے. پاكستان د لكونو په شمېر د كډوالو كوربتوب او يو شمېر اقدامات عملي كولو سره د نړيوالې مرستې، مكالمې او د شخړو د سوله ايز حل خبره كړې ده. د تېرو دوه مياشتو په مهال پاكستان د افغانستان څخه د سفارتي مشن، د ملګرو ملتونو د ذيلي ادارو او نړيوالو تنظيمونو پشمول د نورو د افغانستان څخه په وتلو او دوي اړوند ځايونو ته په رسولو كښې اسانې لپاره كليدي كردار ترسره كړے. ده ووئيل چې پاكستان به د افغان اولس مرسته روانه ساتي.ده ووئيل چې دا خبره د افسوس وړ ده چې نړيوال مقاصد او اصولو د نړۍ په بېلا بېلو برخو كښې رد كولې او تر پښو لاندې كولې شي. د دې تر ټولو سنګين او څرګند مثال مقبوضه جمو كشمير دے چرته چې قابض قوت د كشميري اولس د خپلوالې هڅې تر پښو لاندې كولو هڅې كوي، كشميريانو ته د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د ګڼ شمېر قراردادونو له مخې د خپلواكې ضمانت وركړے دے. ده ووئيل چې د ملګرو ملتونو ورځ لمانځلو سره نړيوالې ټولې ته غږ كوو چې هغه د جمو و كشمير شخړې په اړه د ملګرو ملتونو د اړوند قراردادونو عملي كولو لپاره كار وكړي.
پاكستان نړيوالې ټولنې سره په ګډه د ملګرو ملتونو د جوړېدو سالګره لمانځي. شاه محمود قريشي
مضمون کا ماخذ : میگا سینا پریمیو