اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم آفس كښې پريانتھا دياودانا تعزيتي ريفرنس به (نن) د نهې په ورځ كېږي۔ د جمعې په ورځ سيالكوټ كښې په يوه كارخانه كښې مشتعل كسانو د لاسه قتل شوې د سري لنكا شهري پريانتھا دياودانا تعزيتي ريفرنس به په وزيراعظم آفس كښې (نن) د نهې په ورځ كېږي۔ د ريفرنس مقصد د مقتول كورنۍ ،سري لنكا حكومت او اولس سره په دې پېښه د يوووالي څرګندونه كول دي۔ ريفرنس كښې به د وفاقي كابينې غړي ، پاكستان كښې د سري لنكا هائي كمشنر وائس ايډمرل موهن وجے وكرما ، تھنك ټينكس، د تعليم څانګې پوهان ، مذهبي سكالرانو پشمول نور مهم شخصيات ګډون كوي ۔
مضمون کا ماخذ : جوگوس ڈی لوٹیریا آن لائن