اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) د ټاكنو كمېسون سېكتر بابر يعقوب فتح محمد وئيلي دي اولس دې د كورنو نه راوځي او ووټ كاسټ كولو سر?? دې د جمهوريت جشن ولمانځي٬ ضلعي ريټرننګ افسران او ريټرننګ آفسران دې د رزلټ مېجمنټ نظام د لارې نتيجې په ??خت كمېسون ته راولېږي٬ د باران زياتېدو په صورت كښې د كانديدانو په ??شوره پولنګ سټېشن مناسب ځائ ته منتقل كېدې شي٬ د تېر ټاكنو په ??قابله كښې د زيات ټرن آٶټ هيله ده٬ 85 زره 58 پولنګ سټېشنې جوړې كړې شوې٬ د قامي صوبائي اسمبليو چوكو لپاره 11 زره 673 كانديدان مېدان كښې دي۔ د نهې په ??رځ د ټاكنو كمېسون نه بهر ميډيا سر?? په خبرو كښې ده ووئيل ميډيا دې په سوشل ميډيا د آن آئير بېلټ پيپرز عكسونه او ويډيوز وړومبې لږ ګوري٬ پخواني بېلټ پيپرز٬ فرضي بېلټ پيپرز يا د بلدياتي ټاكنو بېلټ پيپرز په سوشل ميډيا ښودلې كېږي۔ ده ووئيل د ټولټاكنو پحقله ټولې مفروضې او ډنډورې په خپل مرګ مړې شوې٬ ټاكنې په ??خت كېږي ٬ (نن) د شورو په ??رځ به قام د جمهوريت جشن لمانځي ٬ ده ووئېل لس كروړه 59 لکھ 55 زره 409 ووټران به خپل حق كاروي٬ 85 زره 58 پولنګ سټېشن جوړ كړې شوې دي او دغسې 2 لكه 44 زره 687 پولنګ بوتھ هم جوړ كړې شوې ٬ ده ووئېل 8 لکھ 19 زره 119 پولنګ عمله او نزدې اته لكه امنيتي اهلكار به امنتي وظيفه ترسره كوي۔ د ټاكنو كمېسون سېكتر ووئيل د 17 زره نه زياتو په حساس پولنګ سټېشنز سي سي ټي وي كېمرې لګولې شوې ٬ 11 زره 673 كانديدان په انتخابي عمل كښې برخه اخلي۔ ده ووئېل په ??امي اسمبلۍ كښې د سياسي ګوندونو پلېټ فارم څخه 1805 او دغسې 1623 آزاد كانديدان برخه اخلي ٬ دغسې په صوبائي اسمبلیو كښې د سياسي ګوندونو په ??كټ 3856 او دغسې 4389 آزاد كانديدان هم مېدان كښې دي۔ د قامي اسمبلۍ په خاص چوكو 172 ٬ د غېر مسلمو په خاص چوكو 44 او دغسې په صوبائي اسمبليو كښې په خاص چوكو 386 او د غېر مسلمو په خاص چوكو 113 كانديدان هم مېدان كښې ولاړ دي۔ بابر يعقوب فتح محمد ووئيل په 120 ??جس??رډ سياسي ګوندونو كښې 95 ګوندونه په ??اكنو كښې برخه اخلي 88 ګوندونو مېرمنو لپاره د 5 فيصده عمومي چوكو د ټكټ شرط ترسره كړې او دغسې 7 ګوندونو دا شرط نه دې پورا كړې او د ھغوي د انتخابي نښې منسوخ كولو سوچ روان دے۔ ده ووئيل ګرد هېواد كښې د پولنګ په ??رځ امن او امان اوس هم يو چېلنج دے٬ مونږ سوله ايزي ټاكنې ليدل غواړو٬ اوس هم خطرې موصول كېږي۔ ده ووئيل د پولنګ وخت تر 6 بجو دې او ميډيا به تر 7 بجو نتيجې نه جاري كوي۔ ده ووئيل د ټاكنو كمېسون به د رياستي پي ټي وي د لارې نتيجې جاري كوي ٬ دې سر?? به د سر??اري او نجي ميډيا ترمېنجه د يوې مثبت مقابلې فضا جوړه شي۔ ده ووئيل لاهور څخه ترلاسه شوي شناختي كارډونه په ??ال 2010 كښې منسوخ شوې او د دې په ځائ نوې شناختي كارډونه جاري كړې شوې خو دا شناخي كارډونه دلته ولې او چا غورځولې دي٬ د نادرا چيئرمېن په دې لړ كښې د بشپړه پلټنو كولو سر?? د راپور وړاندې كولو باور راكړې ٬ ده ووئېل د ميډيا په ??وجودګۍ كښې اوس يو څيز پټ نه شي پاتې كېدې۔ ده ووئيل په 8300 د اېس اېم اېس د لارې تر اوسه يو نيم كروړ ووټرانو د خپل ووټ معلومات ترسره كړې او د پولنګ سټېشن تفصيلات په ګوګل ترلاسه دي۔ ده ووئيل مېرمنې دې خپل ځان سر?? بېګ او ووټران دې د موبائل ووړلو نه ډډه وكړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د نړيوال مبصر ډلې لخوا د انتخابي عمل مانيټرنګ سر?? به نړۍ ته مثبت تاثر لاړ شي ٬ م??صر ډله د انتخابي عمل جامع جاج اخلي، سیاسي ګوندونو٬ ميډيا او د ټاكنو كمېسون پشمول ټولو ډلو سر?? ملاقاتونه روان دي۔ ده ووئيل ميډيا له به پولنګ سټېشن ته د تګ اجازه وي او امنيتي چارواكو لپاره په ضابطه اخلاق كښې په دې لړ كښې واضح هدايات جاري كړې شوي٬ ده ووئېل ميډيا ته رسنې نه وركولو پحقله په زياتره سيمو كښې هم د امنيتي اهلكارو ګيلې راځي ۔ ده ووئيل كه كوم ځائ هم د ميډيا لاره نيولې كېږي نو د ټاكنو كمېسون دې په سمدستي ګوګه خبرې كړې شي۔ ده ووئيل ما د پوسټل بېلټ د لارې ووټ كاسټ كړې ٬ د پېنډۍ اېن اے 60 څخه د ټاكنو ځنډولو پحقله ده ووئيل د انتخابي قانون كال 2017 او د دستور آرټيكل 218 شق 3 له مخې ترلاسه اختيارات كارولو سر?? د ټاكنو كمېسون دا ټاكنې ځنډولې او ټولو عدالتونو د دې توثيق كړې ۔ ده ووئيل د پوسټل بېلټ شمېره به د پولنګ نه پس معلومېدې شي ۔ ده ووئيل د ټاكنو كمېسون چيف كمشنر او زه به د بېلا بېلو سټېشونونو دوره كوو۔
اولس دې كورنو نه راوځي او ووټ كاسټ كولو سره دې د جمهوريت جشن ولمانځي
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کے نتائج