پېنډی ۔11مارچ (اے پی پی) پاک بحریه او پاکستان میری ټائم سکیورټی ایجنسۍ د بې دركه شويو مهيانو نيونكو درك لګولو له د رېسكيو آپرېشن په مهال د بې دركه شويو 10 مهيانو نيونكو مړي ښكاره سمندر څخه راويستلې دي۔ د آئی اېس پی آر له مخې د بې دركه شويو مهيانو نيونكو كشتۍ د مارچ په 5 مه نېټه په سمندر كښې هجامړو کرېک ته نزدې پېښې سره مخ شوې وه۔ د پاک بحریه او پی ایم ایس اے لخوا د الوتكو ٬ چورلكو ٬ بحري جهازونو او د سپيډ بوټس دلارې د مارچ 5 مې نېټې څخه رېسكيو آپرېشن جاري دې۔ پی اېم اېس اېس رحمت تر دې دمه د لس كسانو مړي راويستلې دي كوم چې سول چارواكو ته سپارلې شوي دي۔ د پاک بحریه او پی ایم ایس اے د ګډې سرچ آپرېشن به د پاتې څلورو كسانو درك لګولو پورې روان ساتلے شي۔
مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن مفت