اسلام آباد 02 جولائي (اے پي ??ي﴾ وزيراعظم محمد نواز شريف د خېبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا ته د پارا چنار د ترهګرې د بريد ځپليو ته د معاوضې د چېكونو وركولو ټاسك وركړو۔ د وزيراعظم هاؤس لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د خېبر پښتونخوا ګورنر ته وئيلي دي چې هغه دې د ځپليو ترمېنځه د اسسټنس پېكج د عملي كولو څارنه وكړي۔ ده اقبال ظفر جهګړا ته ووئيل چې هغه دې د پارا چنار ځپليو سره ملاقات وكړي او وزيراعظم ته دې تجويزونه وړاندې كړي۔ وزيراعظم ووئيل چې د پارا چنار د خلقو پشمول د پاكستان اولس د ترهګرې خاتمې لپاره لويې قربانې وركړې دي۔ ده ووئيل چې د ترهګرې او انتهاخوښې په ضد د اولس قربانې به بې ځايه كېدو ته پرې نه ښودل شي۔ ده ووئيل چې د پاكستان د يووالي٬ اتحاد او د پرمختګ دښمن عناصر به ماتې سره مخ كېږي۔ وزيراعظم د خېبر پښتونخوا ګورنر ته دا هدايت هم وكړو چې د پارا چنار د ځپليو دې ښه خيال وساتل شي۔
وزيراعظم محمد نواز شريف د خېبر پښتونخوا ګورنر ته د پارا چنار د ترهګرې د بريد ځپليو ته د معاوضې د چېكونو وركولو ټاسك وركړو
مضمون کا ماخذ : سمندری ڈاکو گولڈ