اسلام آباد 24 جون(اے پی پی(خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي پاك چين دوستي د ټولې نړۍ لپاره په يو مثالي او پائيداره تزويراتي همكارۍ بدله شوې٬د اولس د مركزيت وړ پالېسو او د پرمختيائي ايجنډې په سبب د چين كميونسټ ګوند ته تاريخي كاميابۍ ترلاسه شوې ٬ هغوي په 40 كاله موده كښې 800 ملين خلق د غربت نه خلاص كړي۔د زيارت په ورځ په پاكستان كښې د چين سفير نونګ رونګ سره د پاكستان او چين ترمينځه د 70 كلنه كاميابو سفارتي اړيكو په اړه د شجركارۍ دستورې ته د وېنا كولو په مهال خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل د دواړو هېوادونو مشرتابه او د نسلونو هڅو دا ملګرتيا مضبوط كړې او په سدا بهار مرسته اډانه همكارۍ ئې بدله كړې۔د دې نه وړاندې خارجه وزير د چين سفير سره خارجه وزارت كښې يو بوټے هم نال كړو۔ده ووئيل د چين زيرك قيادت په ٤٠ كاله موده كښې 800 ملين خلق د غربت نه راويستلې او د شي جن پنګ دانشمندانه قيادت د چين قام لوړ مقام ته رسولے ۔شاه محمود قرېشي ووئيل سږ كال د پاكستان او چين ترمينځه د كاميابو سفارتي اړيكو 70 كاله بشپړېږي٬ده ووئيل مونږ دا تاريخي موقع په ښه ډول لمانځو٬نن دا د شجركارۍ دستوره هم د د دې لړۍ كړۍ ده۔د چين سفير نونګ رونګ د ماحولياتي تحفظ په اړه د وزيراعظم عمران خان اقدامات كلين ګرين پاكستان او”ټين بلين سونامي ټري پروژې ستائېلو سره خارجه وزير ته د 7000 بوټو ډلۍ هم وركړه او وې وئېل چين په كلين ګرين پاكستان پروګرام كښې ستاسو سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔ دغسې خارجه وزير د چين سفير مننه وكړه
پاك چين دوستي د ټولې نړۍ لپاره په يو مثالي او پائيداره تزويراتي همكارۍ بدله شوې۔د خارجه وزير شاه محمود قرېشي د پاكستان او چين ترمينځه د 70 كلنه كاميابو سفارتي اړيكو په اړه د شجركارۍ دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : loteria instantânea