اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) د آزادۍ ورځې جشن په اړه د اګست په 14مه نېټھ د خصوصي آزادي ټرين چلولو تيارو جاج اخستو له د زيارت په ورځ د اطلاعات او خپرونو او قامي ورثې وزارت كښې د اعلٰی كچې غونډه وشوه۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير پروېز رشيد او د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق پھ ګډه د غونډې مشري وكړه۔په دې مهال سناتور پروېز رشيد ووئيل د آزادۍ ورځ به په ښه ډول لمانځلې شي۔ده په ټولو قامي ادارو زور راوړو چې هغوي دې قامي نظريه رامخې ته كولو له خپل كردار ترسره كړي۔خواجه سعد رفيق ووئيل سږ كال د آزادۍ ټرين چولولو له غوره انتظامات شوي۔ده ووئيل د آزادۍ ټرين روټ او شيډول پھ اړه به په فرنټ او اليكټرانك مېډيا تشخير كولې شي او د عامو وګړو زيات نه زيات ګډون به باوري كولې شي۔ غونډې ته ووئيل شول د آزادۍ ټرين به د پېښور څخه روانېږي او د څلورو واړو صوبو څخه د تېرېدو نه پس په ستمبر كښې كراچۍ كښې به خپل مقام ته رسي ۔د پي ټي وي٬پي بي سي٬ او اے پي پي سينئر چارواكو د آزادۍ ټرين په اړه د دستورو كورېج لپاره غونډه د خپلې تږ لارې نه خبر كړه۔غونډه كښې د اطلاعات٬خپرونو او قامي ورثې سېكتر سيد عمران ګرديزي٬د كابينه ډويژڼ سېكتر نديم حسن عارف هم ګډون كولو۔غونډه كښې د اطلاعات او خپرونو او رېلويز وزارتونو او د دې سره تړلو څانګو سينئر چارواكو هم ګډون كولو
د آزادۍ ورځې جشن په اړه د اګست په 14مه نېټھ د خصوصي ټرين چلولو جاج واخستې شو
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا نتیجہ