اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي) لنډمهاله وزير اعظم انوار الحق کاکړ به د اقتصادي مرستې تنظيم (اي سي او) مشرانو غونډه كښې ګډون لپاره د ازبكستان دوره كوي۔ د خارجه دفتر وياندې ممتا?? زهره بلوچ د ز??ارت په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال ووئيل وزيراعظم به په 8م ??و 9م نومبر د ازبکستان په پايه تخت تاشقند كښې د اي سي او مشرانو په غونډه كښې ګدون كوي۔ وياندې ووئيل وزيراعظم به په غونډه كښې د ګډون كوٶنكو غړٶ هېوادونو مشرانو سره ملاقاتونه هم كوي۔ وياندې د فلسطين په اړه خبره كولو سره ووئيل چې پاکستان د فلسطين په صورتحال تشويش لري، د اسرائيل قابض ځواكونه په فلسطين كښې د جنګي جرمونو ارتكاب كوي٬ تېره ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د فلسطينيانو په ضد د ظلمونو په ضد قرارداد منظور كړے شوے٬ ملګرو ملتونو له به د غزه محاصرې خاتمې٬ د بمبارۍ لاره نيولو او په بشري بنيادونو د كراسنګ بېرته كولو په ضرورت زور راوړل وي۔ وياندې ووئيل چې هند په غېر قانوني توګه قبضه كړي جمو و کشمير كښې ظلمونه روان ساتلي دي ٬ په تېره مياشت كښې هندي قابض ځواكونو په مقبوضه سيمه كښې 17 كشميريان شهيدان كړي، د تېرو څو لسيزو راهسې په کشميريانو ظلمونه روان دي ۔ دې ووئيل هندي ايجنسۍ په پاکستان كښې په جاسوسۍ، ترهګرۍ او شرخوښۍ كښې ملوث دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ممتا?? زهره بلوچ ووئيل پاكستان په غېر قانوني توګه د مېشته غېر ملكيانو په ضد د اېمېګرېشن په منصوبه عملدرآمد پېل كړې دې٬ پاكستان يو مياشت وړاندې په غېر قانوني توګه مېشته غېر ملكيانو ته د هېواد پرېښود وارننګ جاري كړې ٶ۔
لنډمهاله وزيراعظم انوار الحق کاکړ به د اقتصادي مرستې تنظيم مشرانو په غونډه كښې ګډون لپاره د ازبكستان دوره كوي۔ د خارجه دفتر ويانده
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز