اسلام آباد۔19اپريل(اے پی پی) شهباز شريف په پاكستان كډني اېنډ لېور انسټيټوټ ’پی کے اېل آئی ‘ كښې د عصري روبوټک سرجری په پېل د خوشحالۍ څرګندونه كولو سره ډاكټرانو او اولس ته مباركي وركړې ده۔ د شورؤ په ورځ په خپل بيان كښې وزيراعظم ووئيل د پاك پروردګار شكر دے چې پاكستان كښې مو د جګر او ګردې د درملنو چې كوم تخم كرلے وو هغې مېوه وركول پېل كړل۔ د دې آسانۍ پېل كېدو سره په پاکستان كښې رنځورانو ته د جګر او ګردې د ورلډ كلاس درملنې په ځايي كچه ترلاسه شوي دي۔ وزیراعظم هيله څرګنده كړه چې پی کے اېل آئی به د پاکستان ”جان هاپکنز” جوړ شي۔ ده ووئيل كه پخواني چيف جسټس ثاقب نثار په كال 2019 كښې خپل ورور ته د زياتې تنخا وركولو چكر چلولې نه وو نو نن به’ پی کے اېل آئی‘ زيات وړاندے وو۔ وزيراعظم ووئيل په پاكستان كښې د ګردې او جګر په رنځونو كښې تندۍ سره اضافه كېږي ٬ هيله ده چې د پاك پروردګار په حكم او بيا د پي كے اېل آئي په مرسته به د دې رنځونو مخنيوي سره سره د دې دلاسه د مرګونو شرح كمه شي۔ وزيراعظم ووئيل په پاكستان كښې د ګردې رنځونو د لاسه د مړه كېدونكو رنځورانو شمېره 2.77 فیصده ده٬ د دې مخنيوي له به نور اقدامات كول وي۔ وزیراعظم ووئيل د پی کے اېل آئی په څير سټېټ آف دی آرټ روغتونونه به نورو سيمو كښې هم جوړولې شي۔ وزیراعظم ووئيل په كال 2018 كښې چې د اولس د خېر ښېګړې كوم سفر اودرولې شوې وو د پاك پروردګار په فضل بيا پېل شوے دے۔ ده ووئيل د اولس خذمت لپاره چې كوم هم قيمت ادا كول وي ادا كولے به شي٬ د اولسي خذمت لاره به چرته نه پرېږدم۔
د وزيراعظم په’ پی کے ايل آئی ‘ كښې د عصري روبوټک سرجری په پيل د خوشحالۍ څرګندونه ٬ ډاكټرانو او اولس ته مباركي
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ لاٹری