اسلام آباد 16نومبر(اے پی پی) د خارجه چارو لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ غونډه د چيئرمېن سېنېټر فاروق اېچ نائيك په مشرۍ كښې د شورو په ورځ پارليمنټ هاؤس كښې وشوه۔ خارجه دفتر كمېټۍ ته په مقبوضه كشمير كښې د علماﺀ كرامو غېر قانوني نظربندۍ او د نوې ډېلي تهاړ زندان كښې د نظربند كشميري لارښود ياسين ملك صحت په اړه بريفنګ وركړو۔د بريفنګ په مهال په دې لړ كښې د ټولو هڅو تفصيلات وركړے شول ٬كمېټۍ ووئيل خارجه دفتر له په نړيواله كچه نورو مثبت او كوټلو هڅو ته اړتيا ده۔دغسې كمېټۍ د پاكستان په معاشي او سياسي ډول قوي كولو په حاجت زور راوړو دغسې چې په نړيواله كچه خبره واورېدلې شي۔په غونډه كښې سمندر پورې پاكستانيانو ته په پیښو مسئلو او په نورو چارو هم بحث وشو۔د كمېټۍ ګډون كوونكو ته د پاكستانيانو د يو څخه د زياتو پاسپورټونو ساتلو په معامله هم بريفنګ وركړے شو۔په غونډه كښې سینیټر پلوشه محمد زئی خان، سینیټر ثمینه ممتاز زهری، سینیټر مهر تاج روغانی، سینیټر طاهر بزنجو، سینیټر انوار الحق کاکړ، سینیټر دنیش کمار، سینیټر بهره مند خان تنګی او د خارجه وزارت او وفاقي تحقيقاتي ادارې(اېف آئي اے)پاسپورټ او اميګرېشن اړوندو سينئر افسرانو هم ګډون كولو
خارجه چارو لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ غونډه٬خارجه دفتر كمېټۍ ته په مقبوضه كشمير كښې د علماﺀ كرامو غېر قانوني نظربندۍ او د نوې ډېلي تهاړ زندان كښې د نظربند كشميري لارښود ياسين ملك صحت په اړه بريفنګ
مضمون کا ماخذ : لاٹری آن لائن