اسلام آباد 05 مئي (اے پي پي) د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير شبلي فراز وئيلي دي بايد د سائنس او ټېكنالوجي ادارې د اوسني وخت تقاضو سره همغږي ولري. ده دا خبرې د شورو په ورځ د سائنس او ټېكنالوجې وزارت د تنظيم نو په لړ كښې د وړومبې غونډې مشرې كولو په مهال وكړې. وفاقي وزير ووئيل په ټو??و ادارو كښې به نړيوال معيار باوري كول وي. په دې لړ كښې پاليسي او انتظامي اصلاحات ته ضرورت دے. س??نې??ر شبلي فراز ووئيل په ټو??و ادارو كښې به د افرادي قوت ټاكنه د دوي د اهليت او صلاحيتونو له مخې كېږي. ده ووئيل د سائنس او ټېكنالو??ې پرمختګ ته مونږ پام لرنه كوو ، د سائنس او ټېكنالو??ې په پرمختګ كښې د ريسرچ او ډوېلپمنټ كردار ډېر مهم دے. ده ووئيل مونږ ته به په خپ??و ادارو كښې ريسرچ او د ډوېلپمنټ كلتور ته وده وركول وي. ده ووئيل مونږ ته به خپل ځوانان اېمرجنګ ټېكنالوجيز سره معرفي كول وي او د نوو اقداماتو به ډاډګېرنه كول وي.
بايد د سائنس او ټېكنالوجي ادارې د اوسني وخت تقاضو سره همغږي ولري. سېنېتر شبلي فراز
مضمون کا ماخذ : resultados loteria ریو ڈی جنیرو