اسلام آباد 04 اګست (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي د عائشه ګلالئۍ د الزاماتو پلټنو له دې د قامي اسمبلۍ خاص كمېټی جوړه كړې شي كومه به چې ان كیمره كارروائی نه پس خپل راپور وړاندې كوي۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د عائشه ګلالئی د الزاماتو پھ اړھ مةرمنو غړو د اړخه پورته كړې شوي د اعتراض په نكته ځواب كښې ده ووئيل دا ډيره سنجیده مسئله ده٬ بايد دا معامله تطر انداز نه كړې شي، تور لګونكې غړي او په كوم غړي چې تور لګيدلې د دواړو احترام كوو، د اسلام آباد آئی جی ته سپارښتنه شوي چې ګلالئۍ له 24 ساعته امنيت وركړي۔ ده ووئيل د ایوان د تقدس به خيال ساتلې شي دې لپره دې د دې معاملې پلټنې له يوه خاص كمیټی جوړه كړې شي د كومې غونډې به چې ان كیمره وي او په دې معامله به غور كولو سره راپور وړاندې كوي۔ وزیراعظم ووئيل عائشه ګلالئی د خپل امنيت په اړه هم د تحفظات څرګندونه كړي۔ د اسلام آباد آئی جی ته سپارښتنه شوي چې ګلالئۍ له 24 ساعته امنيت وركړي
د عائشه ګلالئۍ د الزاماتو پلټنو له دې د قامي اسمبلۍ خاص كمېټی جوړه كړې شي كومه به چې ان كیمره كارروائی نه پس خپل راپور وړاندې كوي
مضمون کا ماخذ : ماہی گیری کا جنون