اسلام آباد ۔ 14 جون (اے پی پی) وزيراعظم محمد نواز شريف د فلم انډسټري او د فنكارانو خېر ښېګړې له د “پرائم منسټر آرټسټ ویلفیئر فنډ” جوړولو اعلان كړې۔ د اطلاعات او خپرونو وزارت وړاندېزونو ترمخه وزيراعظم فلم ته د صنعت درجې وركولو هم اعلان كړې۔ د شورؤ په ورځ وزيراعظم ووئيل فن او فنكار د پاكستاني ټولنې او ددې د رواياتو هغه امين دي چا چې په نړيواله كچه د خپل هېواد تشخص ٬ كلتور ٬ ورثه او ادب ژوندې كړو او د ضمير لرونكو قامونو په صف كښې ئې ودرولو۔ ده ووئيل د فلمي صنعت بحالي باوري كول زمونږ په اولنو فرائضو كښې شامل وو او زه ډېرې خوشحالۍ سره دې صنعت سره د اړوند فنكارانو او هنرمندو لپاره د پاكستا?? د ??اريخ تر ټولو لوئې او خاص پېكج اعلان كوم۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان او د دې اولس د څو كلونو نه د ترهه ګرۍ پېښو سره مخ پاتے شوے۔ ولې د لوئې څښتن په فضل او بيا د پاك پوځ او د قانون حفاظت كوؤنكو قربانيو او د اولس د ټينګو ارادو په سوب دې كښې ښكاره كمې راغلې۔ د اسلام او قام دښمنان بې لارې كوؤنكې دلائل جواز جوړولو سره ددې قام معصوم ذهنونه بېلو طرېقو سره هدف جوړ كړل چې په نتيج?? كښې كشی وهشت او دهشت وده وكړه۔ نړيوالې منظرنامې زمونږ د مسخ شوي تشخص منظركشي په خپل خپل ډول وكړه۔ زلمي كوم چې ددې خاورې سباؤن دے د وېرې سوچ سره مخ پاتې شول۔ ددې پاكو ذهنونو څخه د ترهګرۍ او ما??وسۍ اثرات لرې كولو له مونږ دوئي ته د متبادل معیاری تفریح موقعې وركوؤ۔ وزیر اعظم ووئيل زه نن وياړ سره د اطلاعات او خپرونو وزارت رالېږلې شويو وړاندېزونو په رڼا كښې د فلم بې نومه وجود ته په باقاعده توګه د صنعت درجې وركولو اعلان كوم۔ ده ووئيل دې صنعت سره اړوند مالیاتی قانون كښې دې نرمي وكړې شي او ټېكس څخه د استثنا اسانۍ دې هم وركړې شي۔ ده ووئيل د ادب او فن په دائر?? كښی هغه ټول كسان شامل دي څوك چې مونږ د ادیب، ليكوال ٬ شاعر او قلمكار په رنګ محترم الفاظو سره پېژنو۔ دوئي لپاره به يو غوره او بشپړ پېكج تيارولې شي۔ ده ووئيل زه د اطلاعاتو او خپرونو وزارت ته هدايت كوم چې هغه د خزانې وزارت او د اړوند ادارو په سلا دا پېكج په نافذ العمل شكل كښې حكومت ته حتمي منظورۍ ل?? وړاندې كړي۔
د وزيراعظم محمد نواز شريف د فلم انډسټري او د فنكارانو خېر ښېګړې له د “پرائم منسټر آرټسټ ویلفیئر فنډ” جوړولو اعلان
مضمون کا ماخذ : ریل رش