اسلام آباد 19فروری (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې مونږ فكر لرو چې په افغانستان كښې د انساني بحران مخ نيوي څنګه وكړې شي، د آسټريا چانسلر كارل ني همر ته مو د دورې بلنه وركړې او د هغه د دورې په انتظار يو. د خالي په ورځ د آسټريا چانسلر لخوا شوي وزيراعظم عمران خان سره د افغانستان په صورتحال د خيالاتو تبادلې او ښه خبرو په اړه د ټويټ په ځواب كښېې په خپل ټويټ كښې وزيراعظم ووئيل چې ده د آسټريا چانسلر ته د پاكستان د دورې كولو بلنه وركړې او د هغه د هغه د دورې په مهال د هغه د تود هركلي كولو په انتظار يم. ده ووئيل چې تر ټولو وړاندې مونږ دا فكر كوو چې په افغانستان كښې به د انساني بحران مخ نيوې څنګه وكړې شي. وزيراعظم ووئيل چې مونږ د شمالي سيمو د سېلګرې پرمختګ لپاره شريكه مرسته او د پاك- آسټريا فاخوشولے﴿آئي اے اېس ټي﴾ په طرز د ټېكنالوجې شركت زياتول غواړو.
مونږ فكر لرو چې په افغانستان كښې د انساني بحران مخ نيوي څنګه وكړې شي، د آسټريا چانسلر ته مو د دورې بلنه وركړې. د وزيراعظم ټويټ
مضمون کا ماخذ : کوئی شہزادی۔