اسلام آباد 09 اپریل (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر چوهدری فواد حسېن وئيلي دي عدالت ته وئيلي شوې كه نواز شریف ته ضمانت ورنكړې شو نو د هغه ژوزند ته خطر پیښ دے ، (ن) لیګ عمر له دروغ وائي ، بايد عدالتونه د دغې نوټس واخلي، 1947?? نه تر 2008ء د پاکستان مجموعي بهرنۍ پور 37 اربه ډالره وه، 2008?? نه تر 2018 بهرنۍ قرض 97 اربه ډالره ته رسيدلې۔ ده د نهې پھ ورځ پھ خپل ټويټ كښ?? وئيلي د ایمبولینس په ځائې فضل الرحمان هلته رسيدلې او میاں صاحب له سیاسی آکسیجن وركوي۔ ده ووئيل 1947?? نه تر 2008ء د پاکستان مجموعي بهرنۍ قرض 37 اربه ډالره وه،په دغې روپو كښې اسلام آباد جوړ شوې ، تربیلا او منګلا بندونه جوړ شوي ، نیول بیسونه جوړ شوې ، پوځ له جدید وسله وركړې شوي ،ګوادر جوړ شوې ،موټروے جوړه ??وې ٬ ده ووئېل سوال دا دے چې دا اوسنۍ 60 اربه ډالره چرته لاړې،آيا دا روپۍ دوه كورنيو خپلو كښې اوېشلې ؟ ۔ده ووئيل د حدیبیه فراډ ماډل دواړو كورنيو بيا بيا كارولې ، روپۍ د حواله او هنډۍ د لارې بهر لېږلې شوي، جعلی اکاونټس او جعلی و??ړي استعمال شوې۔ وفاقی وزیر ووئيل نواز شریف او زرداری د دې ډرامې مرکزی کردارونه دي۔
د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدری فواد حسېن ټويټ
مضمون کا ماخذ : ڈوپلا سینا