اسلام آباد 22 اپریل (اے پی پی) پاکستان د افغانستان بلخ ولايت كښې د جمعې په ورځ په پوځي اډه د ترهه ګرۍ بريد سخته غندنه كړي كوم كښې چې قیمتی ځاني زيان شوې او وګړي ژوبل شوي۔ د خارجه دفتر لخوا جارې شوي يو بیان كښې د افغانستان حکومت،اولس او غمجنو كورنيو سره د يووالي څرګندونه او د ژوبل كسانو زر روغتيا له دعا شوي۔ بیان كښې پاکستان د هر ډول ترهه ګرۍ غندنې كولو سره د تره هګرۍ په ضد د عزم پخلې شوے۔بیان كښې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د افغانستان حکومت او نړيوالو ادارو سره په ګډه د كار كولو د پاکستان د عزم پخلې هم شوے
مضمون کا ماخذ : مڈاس گولڈ